روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

افغان او ازبکستانی چارواکو د سوداګریزواړیکو پر پراختیا خبرې کړی

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایی: ازبکستانی چارواکو سره، د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او د افغان سوداګرو د ستونزو د اواری په اړه خبرې شوې دی.د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خپله ټویټر پاڼه لیکلی، د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزی وړمه  ورځ د ازبکستان د لومړی وزیر مرستیال او د سوداګرۍ وزیر سره په تاشکند کې لیدلی.سرچینې زیاته کړې، په یاده غونډه کې د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او دغه شان په ټرانزیټی لارو کې د پرتو ستونزو پر حل بحث شوی دی.په دې غونډه کې افغان پلاوی مقابل لوری ته په تاشکند کې د افغان سوداګرو ستونزې ورسولی او د حل کېدو په برخه کې یې ژمنې هم شوی.دغه شان په ازبکستان کې مېشتو افغان پانګوالو د افغان حکومت د صنعت او سوداګرۍ له سرپرست وزیر نه غوښتې، چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره زیاتې آسانتیاوې رامنځته کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید