روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

افغان امنیتی ځواکونه  د هېواد والو امنیت تامینولو ته ژمن دی

امنیتی ځواکونه د هېواد د خلکو او د هغوى مذهبی مناسکو د ترسره کولو د امنیت  تامینولو ته ژمن دی او په دې لاره کې  هېڅ ډول ورانکاری نه زغمی.

امنیتی ځواکونو د تېرې چهارشنبې په ورځ کابل کې یو تروریستی مرکز، چې غوښتل یې  د کابل په ځینو سیمو کې  د عاشورا د ورځې مراسم ګډوډ کړی، دړې وړې کړ.

امنیتی سرچینو ویلی، چې ډاراچونکو د کارته سخی په سیمه کې د استوګنې په کور کې پر ځاى پرځاى کېدو سره په دې لټه کې و، چې د محرم په لسمه د عاشورا د مراسمو د ترسره کولو په وخت کې د مراسمو پر پرخه والو برید وکړی ،خو د اسلامی امارت کشفی بنسټونو  د هغوى  له دې پروګرام څخه په خبرېدو سره اقدام وکړ او د یوه تروریستی مرکز  په دړې وړې کولو سره  یې د یوې ډاراچونکې پېښې احتمال له منځه یووړ.

دا د دې ښکارندوى دى چې  امنیتی ځواکونه د هېواد والو او د هغوى مذهبی مناسکو د آزادانه ترسره کولو د امنیت تامینولو ته ژمن دی او په دې لاره کې د هېڅ راز ورانکاری زغم نه لری، باید وویل شی  ډار اچوونکی ،چې په افغانستان کې ځاى  نه لری هڅې کوی، چې د ځان مطرحه کولو او په دې ښودلو سره  چې د افغانستان په امنیتی او سیاسی خبرو کې یو مطرح بهیر دى  ځان ته فرصت او بستر برابروی او د دې کار لپاره  په هر عمل لاس پورې کوی، ډاراچوونکی په خاطر چې  زیاتره په رسنیو کې مطرح شی د تبلیغاتی سوژو په لټه کې دی، د خلکو پر عبادت ځایونو برید، په تعلمی او تحصیلی بنسټونو برید، د یو ځانګړی مذهب د پیروانو د مذهبی مراسمو پر برخه والو برید کېداى شی د هغوى د طرحه کولو لپاره  تبلیغاتی سوژې وې.

په همدې دلیل دى چې هغوى  دا ځل په کارته سخی د عاشورا  د مراسمو پر ګډون والو د برید پروګرام جوړ کړى و، ډار اچوونکو څه مود وړاندې په یوه ورزشی لوبغالی کې  د بم د ځاى پرځاى کولو سره هڅې وکړې، چې د ورزشکارانو ترمنځ د ډار فضا رامنځته کړی  او مخکې له دې په کارته پروان کې  زموږ د سک هېوادوالو پرعبادت ځاى په برید سره په هېواد کې  له یو دینی اقلیت سره خپله دښمنی وښودله.په څو وروستیو ورځو کې  د ډاراچوونکو د فعالیتونو په لنډې څېړنې سره دې نتیجې ته رسېږو چې  ډاراچوونکی  په بېلابېلو ځایونو کې پرخلکو په بریدونو سره  د ډار او ویرې د فضا له رامنځته کولو او د خلکو د معقولو آزادیو پر وړاندې  د خنډ له جوړولو پرته بل هدف نه لری، خو اسلامی امارت او د اسلامی امارت ځواکونه  ورانکارو ته د دې ا جازه نه ورکوی. باختر

 

ممکن است شما دوست داشته باشید