روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

افغان امنیتی ځواکونه د خلکو په زړونو کې ځای لری

امنیتی او دفاعی ځواکونو په ډېرو سختو حالاتو کې وښوده، چې د دښمن هر یرغل پر شا تمبولى شی، نو دلته د ولس ملاتړ ته ستره اړتیا ده، چې له خپلو ځواکونو سره یې وکړی. کله، چې کورنی او امنیتی ځواکونه د ولس د سر او مال د ساتنې په دفاع کې خپل سرونه نذرانه کوی او هره ورځ قربانۍ ورکوی، نو لازمی ده، چې ولس هم د خپلو دفاعی او امنیتی ځواکونو تر څنګ د هېواد او ملی ګټو په دفاع او ساتنه کې ودرېږی او دغه راز باید د هېواد په هره سیمه او هر ګوټ کې د کورنیو او امنیتی ځواکونو ملاتړ وشی. همدا ملی اتلان دی، چې د خلکو د عامه حقوقو، سیاسی او ټولنیزو حقوقو څخه په کلکه او په مېړانې سره ساتنه کوی. له ملی نوامیسو او مځکنۍ بشپړتیا څخه ددفاع او ساتنې په برخه کې نه یوازې حکومت ،بلکې مدنی ټولنې، علما، عام ولس او قومی مشران په هر وخت او هر ځای کې له دوی څخه خپل ملاتړ اعلام کړی ،چې دوی تشویق شی او خپل مسوولیت په ښه توګه ترسره کړی او خپلو چارو ته متوجه شی. امنیتی او دفاعی ځواکونه د ولس ، د ولس له منځه او د ولس بچیان دی، دوی د ښه مورال څخه برخمن دی هغوی، چې له هېواد څخه دفاع کوی خپل سرونه د دښمن په مقابل کې سپر ګرځوی داد دوی د مینې ښکارندو یې ده، چې له وطن سره یې لری. زموږ زړورو سرتېرو دا ثابته کړې، چې دوى د خپلې خاورې د دفاع وړتیا او زړورتیا لری او د خپل ملی ناموس، خاورې او خلکو دفاع کولاى شی. دا ډېر د خوښۍ ځای دى، د افغانانو هغه باور، چې څو کاله وړاندې یې په امنیتی  او دفاعی ځواکونو درلود هغه باور لا زیات شوی او په هرډول شرایطو او په هر حالت کې دا ځواکونه کولای شی چې د افغانانو له خاورې پت او عزت څخه دفاع وکړی او کړې یې ده، دوی باتور او زمریان ځوانان دی. امنیتی ځواکونه د خلکو په زړونو کې ځای لری او ولس ډاډه دی، چې امنیتی ځواکونو د ملی نوامیسو ساتنې او دفاع ته ځانونه وقف کړی او د ملی حاکمیت تحقق به هېڅوک و نه شی ننګولای. تل یې د مخربو کسانو مخه نیولې، ترڅو کوم ملی انسجام، چې د ولسونو تر منځ رامنځ ته شوی هغه وساتی. په پای کې له ټولو هېوادوالو څخه غوښتنه کوو، څو د امنیتی ځواکونو په ملاتړ غږ اوچت  کړی او ددوی ملاتړته دوام ورکړی.

ص، م

ممکن است شما دوست داشته باشید