د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د ښځو د حقونو افغانې فعالې زرقا یفتلی د ملګرو ملتونو د پراختیایی برنامې (( N-Peace )) جایزه ترلاسه کړه.د ملګرو ملتونو پراختیایی پروګرام وړمه ورځ د زرقا یفتلی په ګډون د یوولسو ګټونکو نوملړ اعلام کړ.هغوی چې د UNDP یا د ملګرو ملتونو دپرمختیایی برنامې په وینا دا جایزه ورکول کېږی، د شخړو په حل او مخنیوی کې یې برخه اخیستې او د سیمې خلکو ته یې د سولې راوستلو په هڅو کې برخه اخیستې.د دغې جایزې ګټونکې زرقا یفتلی د افغانستان د ښځو او ماشومانو د څېړنې مرکز رییسه ده ، چې د ښځو د ودې ، سولې او امنیت لپاره یې د څېړنې ، عدالت او ملاتړ په برخه کې د خپل کار له امله جایزه ترلاسه کړه.آغلې یفتلی په خپله فېسبوک پاڼه لیکلی: (( خوشبختانه ، د
N-Pace جایزې لپاره نومول شویو ډېرو کاندیدانو څخه ، ما هم دا جایزه د افغانستان لپاره وګټله.)) د N-Peace جایزه په کال ۲۰۱۰ م کال کې تاسیس شوه. دا جایزه د UNDP له نوښتونو څخه ده چې د ښځو د حقونو د فعالینو او مدافعینو پوهاوى لوړوی.تر دې دمه دغه جایزه په اوو هېوادونو افغانستان ، انډونیشیا ، میانمار ، نیپال ، پاکستان ، فیلیپین او سریلانکا کې ۱۰۰ نارینه او ښځینه وو ته ورکړل شوې ده.د یادونې وړ ده چې سږ کال له افغانستان ، انډونیزیا ، نیپال ، میانمار ، سریلانکا ، فیلیپین او پاکستان څخه ۴۸ نارینه او ښځو د ملګرو ملتونو د سولې د پرمختیا برنامې د دغې جایزې لپاره آنلاین سیالی وکړه.