د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان ستره محکمه وایی: په تېرو څلورو کلونو کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالې ۷۲۴۶ قضیو ته رسیدګی کړې ده.ستره محکمه وایی : د ښځو پر وړاندې د تاوتریخولې یادو قضیو ته چې زیاته برخه یې د زور زیاتی دی د ۱۳۹۴کال له پیل نه تر دامهاله د ابتدائیه او استېناف محاکمو له خوا رسیدګی شوې ده.د افغانستان د سترې محکمې ویاند امان الله ایمان د چهارشنبې په ورځ په کابل کې وویل، چې تر ټولو زیاتې قضیې د زور زیاتې، وهلو ټکولو، او قتل دی.ایمان زیاته کړه: (( د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالې قضیو کې ۹۷۰ یې د جنسی تېری، ۷۲۰ د وهلو ټکولو، ۳۲۰ قتلونو، ۱۴۵ د ښځو د ځورونې، ۱۱۳ د ځان وژنې، ۸۷ یې د وهلو ټکولو له امله ټپی کېدو او ۴۱ نورې هم د ښځو د ټپی کېدو قضیې دی.))د سترې محکمې د معلوماتو لهمخې کابل او هرات د هغو ولایتونو په سر دی، چې د ښځو پر وړاندې زیات تاوتریخوالی په کې شوی دی.نوموړی زیاته کړه، چې په دغه موده کې په کابل کې د ښځو پروړاندې ۱۰۷۴، هرات کې ۴۱۲، بلخ ۲۷۳، کندز ۲۵۷ او کندهار کې ۶۷ قضیې تر سره شوی.نوموړی زیاته کړه، چې پر دې سر بېره ۴۹۰۰ بېلابېلې قضیې چې هغه کې په زور سره ښځې بد لمنۍ ته هڅول، په مرګ ګواښل، د اولاد نقصان، اختطاف، له قانونی سن څخه مخکې واده کول، د ښځو پلورل او د واده کولو حق ورڅخه اخیستل نور هغه موارد دی، چې د سترې محکمې له خوا ورته رسیدګی شوې ده.ښاغلی ایمان زیاته کړه ،چې د یاد عمل تر سره کوونکی د افغانستان د نافده قوانینو لهمخې د محاکمو له خوا مجازات شوی .دا په داسې حال کې ده ،چې په لرو پرتو سیمو کې ګڼې مېرمنې عدلی او قضایی ادارو ته لاسرسی نه لریستره محکمه وایی: د دې ترڅنګ یې په بېلابېلو ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالې ۳۵۰۹ قضیو ته رسیدګی کړې او څېړل شوی.د افغانستان سترې محکمې له تېرو دوو کلونو راپه دې خوا د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی قضیو ته د رسیدګۍ په برخه کې یو ځانګړی دېوان او د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې ځانګړې محکمې رامنځته کړی دی.