د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان او بنګله دېش د کرېکټ د ملی لوبډلو ترمنځ د درېیو یو ورځنیو لوبو لړۍ پرون پای ته ورسېده.افغانستان په وروستۍ لوبه کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه، خو بنګله دېش د دغو درېیو لوبو لړۍ ۲-۱ وګټله.افغانستان لومړۍ دوې لوبې بایللې وې. په درېیمه لوبه کې بنګله دېش د پچې له ګټلو وروسته د منډو کولو پرېکړه وکړه ،خو افغان توپ اچوونکو د لوی هدف ټاکلو ته پرېنښودل.د بنګله دېش ټول لوبغاړی په ۴۷م اور کې په ۱۹۲ منډو وسوځېدل، خو افغانستان دا هدف په یو څلوېښتم اور کې پوره او لوبه یې وګټله.افغان لوبغاړی رحمان الله ګربز سلیزه (۱۰۰ منډې) وکړه. دا په یوې ورځنیو نړیوالو لوبو کې د هغه درېیمه سلیزه وه. د همدغې سلیزې له برکته افغانستان دا لوبه په اسانه وګټله.په افغان توپ اچوونکو کې راشد خان تر ټولو ډېر دری مخالف لوبغاړی وسوځول. محمد نبی دوه، فضل حق فاروقی او عظمت الله عمرزی یو-یو مخالف لوبغاړی وسوځول. د بنګله دېش دری نور لوبغاړی په منډو کې اوټ شول.دا لوبې د ۲۰۲۳ میلادی کال د کرېکټ د یو ورځنیو لوبو ته د مستقیم ورتګ لپاره کېږی چې په هر بری سره لس نومرې ورکول کېږی. افغانستان دا ډول شاوخوا ۲۴ لوبې لری چې دا یې نهمه وه.افغانستان په نهو لوبو کې یې اووه ګټلې او دوې بایللې دی، په پاتې لوبو کې چې اووه نورې وګټی، ښایی د ۲۰۲۳میلادی کال نړیوال جام ته به مستقیم ولاړ شی.افغانستان له بنګله دېش سره دوې شل اوریزې لوبې هم لری ،چې د مارچ میاشتې په درېیمه او پنځمه (را روانه پنجشنبه او شنبه) نېټه دی.