روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

افغانستان په سیمه کې د وصل د نقطې بریالۍ تجربه (د لاجوردو لارې د تجارتی – آزمایښتی کاروان بریالی راستنېدل)

پوهاند محمد بشیر دودیال

درېیمه برخه

 ۳نقشه: د ایرو ایشیا منطقوی اقتصاد: په دې توګه دافغانستان تجارت ته ډېرې نوې لارې پرانیستل کېږی، خو زموږ لپاره د نویو لارو موندل له کوم بل هېواد سره د لارو د بندولو په مانا نه دی، بلکې د نورو لپاره  هم آسانتیاوی راولی. دبېلګې په توګه پاکستان اروپا ته د رسېدو هیله په افغانستان پورې تړلی ده. د چین او پاکستان د اقتصادی کوریدور (CPEC )یوه شبکه به له افغانستان څخه تېرېږی.

۴نقشه: د چین او پاکستان هغه طرحه چې  یوه شبکه یې له افغانستان څخه تېرېږی: له دغې لارې  هم پاکستان او هم افغانستان اروپایی هېوادونو ته لاره پیدا کوی او خپل توکی په آسانۍ د اروپا بازارونو ته رسولای شی. افغان دولت او سوداګر تمه لری ،چې له دې لاری په ګټې اخیستلو سره به خپل توکی په ارزانه بیه اروپایی بازارونو ته ورسوی او افغان سوداګرو ته به یې ګټه ډېره  او د افغانستان سوداګریز ملګری (تجارتی شریکان) نور هم ډېر او یوځل بیا به د افغانستان تاریخی موقعیت راژوندی شی. دا لاره د کراچۍ بندر په پرتله ډاډمنه ،دکم وخت غوښتونکی،په لږ مصرف او په کمې ګمرکی بروکراسی سره د افغانی تجارو په ګټه ده، مثلاً د کراچۍ له لارې د ۱۴ورځو په عوض شپږ  ورځې، یوه لارۍ مال التجاره د ۵۰۰۰د الرو په عوض ۲۰۰ ډالره، دا په داسې حال کې چې له تورغونډۍ دترکیې تر قارس بندر پورې ۲۰۰۰کیلومتره لاره راځی، خو د قزاقستان له لارې بیادومره لنډه نه ده. د افغانستان د سوداګرۍ په پراختیا او د افغانستان د صادراتی مالونو د لېږد د آسانۍ ترڅنګ، په صادراتی اقلامو کې تنوع هم راځی،  چې د صادراتو په ډېرېدو او تنوع سره، په یوه تولیدی هېواد د افغانستان د بدلېدو لپاره د همداسې اقداماتو اړتیا ده. له همدې امله ددغې لارې د پرانیستلو په غونډه کې ولسمشر محمد اشرف غنی وویل: (( ۱۷ کاله وړاندې افغانستان د انزوا په حال کې و ، خو اوس د هغو ګواښونو پروا نه ساتی کوم ،چې د سرحدونو د تړلو په تړاو به ورته کېدل. له دې مخکې  موږله چاسره داړیکو لاره نه درلوده، څو کاله وړاندې موږ په دې ګواښل کېدو، چې که دا سرحد یا هغه سرحد وتړل شی د خوراک ډوډۍ به ونه لرئ، خو نن افغانستان سره ونښلول شو.))ولسمشرغنی دا هم  وویل : (( افغان حکومت غواړی چې افغانستان دنړۍ او سیمې له هېوادونو سره په تجارتی کچه ونښلول شی اوله هغوی څخه د همکارۍ اود وصل کېدو هیله لری. موږ بیلوالۍ نه غواړو، موږ انزوا نه غواړو، موږ اړیکې او همکاری غواړو. ))له دې څخه موخه داده چې دلاجوردو لارې جوړیدل به یواځې د جنوبی آسیا له هېوادونو سره دافغانستان دتجارتی لارې د تړل کېدو په معنی نه، بلکې برعکس دا به یو داسې اقدام وی ،چې  دا لاره په لومړی قدم کې سویلی آسیا له مرکزی آسیا سره او په دویم قدم کې به یې له قفقاز او اروپا سره وصل کړی. له دې ټکی سره چین هم ډېره علاقه لری او لویې پانګونی ته چمتو دی. د منځنۍ او جنوبی آسیا د اقتصادی تحلیلګرانو(شنونکو) ترڅنګ، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق هم د افغان حکومت د دې نوښت ملاتړ کړی او د دې لارې جوړېدل د افغانستان د خصوصی سوداګرو لپاره یو ډیر ستر ګام بولی.لکه چې مخکې مو وویل: دا په سیمه کې د منطقوی اقتصاد دایجاد لپاره یوه زیربنا ده او له افغانستان سره په شریکه  دسیمې د ډېرو هېوادو ګټې په کې دی، نو ځکه ترکمنستان ،آذربایجان ،ګرجستان او ترکیې په دې برخه کې  په سلګونه میلیونه ډالره پانګونه کړې او له افغانستان سره یې دتجارتی اړیکو دپراختیا ترڅنګ، په نورو بېلابېلو برخو کې  هم دهمکاریو ژمنه کړې.

د اوس لپاره په تجربوی توګه په نهوموټرو کې ۱۸۰ ټنه  افغانی تجارتی مالونه چې په هغو کې پنبه،ممیز کنجد (زغر) اودهندواڼو تخم شامل و، د سوېلی آسیا اواروپایی هېوادونو په طرف په دې وروستیوکې  حرکت وکړ، چې ترکیې ته په رسېدو سره د ترکیې هېواد دتجارت وزارت معیین ورته ښه راغلاست ووایه او په دې مناسبت یې یوه وینا وکړه ،چې په هغې کې یې د افغان – ترک تاریخی دوستی  او راتلونکو پراخه اړیکوته هم اشاره وکړه.

د سیمې د هېوادونو دریځ او برخه اخیستنه:

د لاجوردو لاره  د افغانستان، ترکمنستان، آذربایجان، ګرجستان او ترکیې ترمنځ د ترانزیټی، سوداګریزو او ترانسپورتی همکاریو د زیاتېدو او د ترانزیټی خنډونو د له منځه وړلو او د یادو هېوادونو ترمنځ د ګډو ګمرکی فعالیتونو اوهمکاریو د ودې په موخه  او سمندری بندرونو ته د لاسرسی د بدیل په توګه جوړه شوه. د ترکمنستان، آذربایجان، ګُرجستان او ترکیې له لارې د سړک او د وسپنې د پټلۍ په واسطه د توکو ترانزیټ د افغانستان، منځنی آسیا، قفقاز، بالکان او مرکزی اروپا ترمنځ تر ټولو مناسبه لار ده او له اروپایی هېوادونو سره د سهیلی آسیا د نښلولو لپاره ډېره اغېزمنه بلل کېږی، نوځکه یې ټولو دیوې افغانی طرحې په توګه تود هرکلى وکړ .  د افغانستان لپاره د دې لارې اهمیت دا دی، چې دا لار ه پورته یادو شویو سیمو ته د رسېدو لپــــاره تـــــرټـــولــــو لنــډه،ارزانــه، له فشارونو ژغورلې او ډاډمــــنه لاره ده، چې داقتصادی ګټو ترڅنګ مثبت فرهنګی، سیاسی او امنیتی تاثیرات هم لری. دغه ترانزیټی لاره د فاریاب ولایت د آقینې له بندر او د هرات ولایت د تورغنډی له بندر څخه پیل او د ترکمنستان د ترکمن باشی بندر په لور غځېدلی او د خزر له بحیرې څخه له تېرېدو وروسته د آذربایجان پلازمینی باکو او وروسته د ګرجستان پلازمینی تفلیس او د تورې بحیرې تر پوتی او باتومی بندرونو پورې رسېږی او سر بېره پر دې د قارص له بندر څخه د ترکیې هېواد د استانبول بندرونو ته رسېږی او په پایله کې له اروپا سره نښلی.

له دې امله چې سوداګری، راکړه- ورکړه ده  او متقابل -دوه اړخیز اړخونه لری، یعنې له یوې خوا دیوه هېواد صادرات او له بلې خوایې واردات په کې شامل دی، نودا لاره له هغه بل لوری هم ګټوره ده، یعنې  تجارتی نقلیه وسیله به په استانبول کی ډکېږی، مخ په دې خوا به حرکت کوی، په باکو کې به تخلیه او د خزر له اوبو له تېریدو وروسته به بېرته په ترکمنباشی بندر کې بارگیری کېږی او بیا به  افغانستان ته راځی، ځینې مالونه به پاکستان ا و حتی هند ته رسوی.د دغې ټولې لارې بشپړول  او سره تړل ډېر ستونزمن نه دی، دا ځکه چې له افغانستان څخه بهر د وسپنې پټلۍ تیاره غځېدلې ده،  په همدې مسیرکې موجود ه کرښه کافی ده ، افغانستان ته په کار دی  چې په خپله خاوره کې د وسپنې پټلۍ جوړولو ته دوام ورکړی، هغه چې  یو مسیر یې له آقینی څخه د بلخ د حیرتانو او بیا دکندز پربندرونو پورې او بل یې له هرات څخه تر نیمروز او بیا له هغه ځایه له چابهار بند سره  د وصل کېدو په خاطر دایران تر سرحده نقشه شوى. ښه والى دادى ،چې ترکیې له باکو څخه تر قارس پورې دیو میلیارډ ډالرو په لګښت، د وسپنې یوه پټلۍ  جوړه کړې ده.

د افغانستان موقعیت دا مزیت لری ،چې  د خپل تجارت د پراختیا او نړیوالو بازارونو او اوبو ته د رسېدو لپاره لاندی الترناتیفونه مخې ته کېږدی او په راتلونکی کې له هر یوه  یا هم له ټولو په تلفیقی ډول کارواخلی:

  1. ترکمنستان ← آذربایجان ← گرجستان ( پوتی بندر)
  2. ازبکستان ← قزاقستان ← آذربایجان ← گرجستان (پوتی بندر)
  3. تاجکستان ← ازبکستان ← قزاقستان ← آذربایجان ← گرجستان ( پوتی بندر)
  4. ازبکستان ← قزاقستان ← روسیه ← لاتویا (ریگابندر)
  5. تاجکستان ← ازبکستان ←  قزاقستان ← روسیه ←  لاتویا (ریگا بندر)
  6. پاکستان (کراچۍ بندر) د ریل پټلۍ له لارې؛
  7. پاکستان (کراچۍ بندر) د موټری سړک له طریقه ( چې همدا اوس داستفادی وړ دی)
  8. له چین سره د پامیر د لوړو په لمنو کې ( دګیلګیټ په شمال کې)
  9. له چابهارسره له موجوده کم ظرفیته سړک څخه برعلاوه د وسپنې پټلۍ له طریقه( سره له دې چې اوس هم تر استفادې لاندی راغلى دى)؛
  10. له ایران سره د اسلام کلا بندر د تاسیساتو د پراخولو له طریقه.

افغانستان کولاى شی  دغه لس تلفیقی او متبادل امکانات د خپلو پنځو د وچو بندرونو له طریقه مدیریت کړی. دلاجوردو لاره په دې هر مسیر کې خپل اهمیت او ارزښت لری، خو هومره چې د دغې زیربنایی پروژې بالقوه ظرفیت او مفیدیت اوچت دی، یو شمیر تهدیدونه هم پکې لیدل کیږی. دلته به لومړى مفیدیتونه او ورپسې به  تهدیدو او ستونزوڅخه هم یادونه وشی.

ممکن است شما دوست داشته باشید