روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

افغانستان له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې ښه امکانات لری

د عامې روغتیا وزارت وایی، چې په افغانستان کې په تېرو اوونیو کې د کرونا ویروس پېښې کمې شوی دی.

یاد وزارت وایی: د روان ۲۰۲۲ میلادی کال د لومړیو درېو میاشتو په پرتله اوس مهال افغانستان کې د کرونا د ویروس په مثبتو پیښو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

د دغه وزارت ویاند ډاکټر جاوېد هژیر وایی، چې په تېرو څلورو میاشتو کې په ۳۴ ولایتونو کې ټولې ۱۹ زره ۸۴۵ مثبتې پیښې ثبت شوی ، چې ۱۸ زره ۷۲۴ یې په لومړیو درېو میاشتو کې او یوازې یو زر او ۱۲۴ یې د تیر اپریل په میاشت کې ثبت شوی دی.

جاوېد هژیر وایی، چې د کال د لومړیو درېو میاشتو پرتله په تیره میاشت کې د کرونا ویروس د ناروغۍ له امله د مړو شمېر کې هم د پام وړ کموالی راغلی دی.

ډاکټر هژیر وویل : (( د کال په لومړیو درېو میاشتو کې متاسفانه د پیښو شمېر لوړ و ،خو اوس له نېکه مرغه د پېښو شمېر ټیټ شوی دی.))

د عامې روغتیا وزارت ویاند خبریالانو ته وویل، چې د کال په درېو لومړیو میاشتو کې د کرونا ناروغۍ له امله ۲۸۹ تنه مړه شوی وو،خو د کال په څلورمه میاشت کې ټول ۱۲ تنه له دغې ناروغۍ مړه شوی دی.

په افغانستان کې د کرونا ویروس لومړۍ مثبته پېښه د ۲۰۲۰ میلادی کال د فبرورۍ په ۲۴مه د هرات په ولایت کې ثبت شوې وه.

د عامې روغتیا وزارت شمېرې ښیی ،چې په افغانستان کې د کرونا ویروس ناروغۍ له خپریدو راهېسې تراوسه د نهه سوه ۴۵زره او ۳۰۴ تنو مشکوک سمپلو نه معاینه شوی چې له ډلې یې د ۱۷۸ زره او ۹۲۲ تنو د کرونا ویروس د ټیسټونو پایلې مثبتې ختلی دی.په دغه موده کې ۱۶۱ زره ۹۳۶ تنه پر کرونا له اخته کېدو وروسته بیرته ښه شوی او اووه زره ۶۸۴ تنه په دغې ناروغۍ مړه شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوېد هژیر وایی: افغانستان اوس مهال له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې ښه امکانات لری.

ښاغلی هژیر وویل: (( په تېرو پنځو میاشتو کې مو چې کوم امکانات لرل اوس یې هم الحمدلله لرو. اوس زموږ اوولس روغتونونه فعال دی.)) د تېر ۲۰۲۱ میلادی کال د اګست په ۱۵ مه افغانستان کې واک ته د اسلامی امارت له رسېدو سره سم نړیوالې ټولنې دغه هیواد سره د عامې روغتیا د سکتور په ګډون خپلې ټولې مرستې بندې کړې.

خو اوس مهال د روغتیا نړیوالې ادارې ( ډبلیو اېچ او) ، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې ( یونیسف) او هم د مهاجرت نړیوالې ادارې ( آی او ایم) د افغانستان د عامې روغتیا له سکتور سره خپلې مرستې بیرته پیل کړی دی.

پردې سربېره د سره صلیب نړیواله کمېټه ((آی سی آرسی)) هم په افغانستان کې د نږدې شلو روغتونونو لپاره د دارو درملو د برابرولو ترڅنګ لس زرو ډاکټرانو او روغتیایی کارکوونکو ته معاشونه برابروی.

++++++

 

ممکن است شما دوست داشته باشید