د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان د کرېکټ ملی لوبډلې د هالنډ له ملی لوبډلې څخه د درېو یو ورځنیو لوبو لړۍ د ۳۰ نومرو په اخیستو سره وګټله.د دغه لوبلړۍ وروستۍ یا درېیمه لوبه د سلواغې په ۵ مه قطر کې تر سره شوه.په وروستۍ لوبه کې افغان لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۵۴ منډې وکړې او هالنډی لوبډلې ته یې د ۲۵۵ منډو هدف وټاکه.په توپ وهنه کې نجیب الله ځدران ۷۱، ریاض حسن ۵۰، رحمت شاه ۴۸ او کپتان حشمت الله شهیدی، چې په تېرو دوو لوبو کې ښه ځلېدلی و دا ځل ۲۸ منډې وکړې.د لوبې په دویمه پاڼۍ کې که څه هم د هالنډ د توپ وهنې پیل ښه و، خو وروسته افغان توپ اچوونکو هغوی د منډو له کولو را ایسار کړل او لوبغاړی یې یو په بل پسې وسوځېدل.هالنډی لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۹ منډې وکړې او لوبه یې افغان لوبډلې ته د ۷۵ منډو په توپیر وبایلله.په افغان توپ اچوونکو کې قیس احمد درې، راشد خان دوه، مجیب الرحمن، فضل حق فاروقی او عظمت الله عمرزی د هالنډ یو- یو لوبغاړیاوټ کړل.د یادونې وړ ده، چې دا لوبې د ۲۰۲۳ میلادی کال نړیوال جام ته د مستقیم ورتګ سیالۍ دی، چې هر بری لس امتیازه لری او افغانستان د دغو درېیو لوبو په ګټلو سره ۳۰ امتیازه ترلاسه کړل.باید وویل شی، افغان لوبډلې له دې مخکې له ایرلنډ څخه هم دا ډول درې لوبې ګټلې وې او شاوخوا ۲۴ دا ډول لوبې لری چې که له دغو لوبو څخه ۶۰ سلنه یې وګټلې، ښایی مستقیماً د ۲۰۲۳ نړیوال جام ته ولاړ شی.