د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکو له روسی سوداګرو افغانستان ته د نفتی او خوراکی توکو د وارداتو او صادراتو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده. د سوداګرۍ خونې چارواکو دغه غوښتنه له یو شمېر روسی سوداګرو سره په لیدنه کې مطرح کړې ده. د سوداګرۍ خونې د غبرګولی په ۲۹ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلی، چې د یادې خونې چارواکو د کریمیا په چارو کې د روسیې د ولسمشر له ځانګړی استازی سره په ورته مسایلو خبرې کړې دی. په خبرپاڼه کې ویل شوی، افغان پلاوی د اوړو، غنمو، غوړیو، او نفتی موادو د وارداتو او صادراتو په برخه کې له مقابل لوری د همکارۍ غوښتنه کړې. د سرچینې په وینا :افغان پلاوی ته روسی سوداګرو او چارواکو د سوداګرۍ په برخه کې د ټولو آسانتیاوو د رامنځته کېدو ژمنه ورکړې او په راتلونکې کې یې د ورته لیدنو پرکېدو هم ټینګار کړی. دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم امر کړی و، چې له افغانستان سره دې د غلو دانو رسولو په برخه کې همکاری وشی.