د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان د اسلامی جمهورىت جمهوررییس محمد اشرف غنی جاپان ته د خپل سفر په جرىان کې پرون د کومىټوسىاسی ګوندله مشر ناټسو ىماګوچی سره چې د هغه هېواد د حکومت ائتلافی هم دى، وکتل.په دغې کتنه کې دواړو لورىو د افغانستان او جاپان ترمنځ د همکارىو د ارزښت ترڅنګ د تارىخی او فرهنګی مساىلو په اړه هم بحث او خبرې وکړې. ناټسو ىماګوچی جمهوررییس غنی ته د ښه راغلاست ترڅنګ ژمنه وکړه چې ګوند به ىې له افغانستان سره د همکارۍ په موخه د جاپان د حکومت د هرې هغې برنامې سىاسی ملاتړ وکړی چې د افغانستان دانکشاف لپاره ګټوره وی.جمهوررییس غنی د کومیټو سىاسی ګوند له مشره له افغانستان سره د همکارىو په موخه د هغه د نېک نېت مننه وکړه او وې وىل، افغانستان د جاپان په ګډون د سىمې او نړۍ له ټولو هېوادونو سره د دوستانه مناسباتو او د همکارىو د لا پراختىا غوښتونکى دى.