روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

افغانستان د پرمختګ او ځان بسیاینې پرلور!

که څه هم له څلورو لسیزو زیاتو خونړیو جګړو، سیاسی ترېنګلتیاوو، د نړیوالو او سیمه ییزو قدرتونو سیالیو او په کور دننه د یو مسئول، ملی ګټو ته ژمن او له فساد څخه پاک خپلواک نظام نه شتون زموږ ګران هیواد د پرمختګ او ترقۍ له کاروان څخه ډېر شاته پریښی؛ خو پرېمانه طبیعی زیرمې، مناسب جغرافیوی موقعیت او د تازه او وچې مېوې د تولید لپاره مناسبه آب و هوا هغه څه دی، چې په برکت یې ډېر ژر افغانستان له نړۍ سره سیال کېدلی شی. اوس چې اسلامی امارت واک ته رسېدلی او د یو خپلواک، له فساد څخه پاک او ملی ګټو ته ژمن نظام شاهدان یو، د هیواد د پرمختګ او پرځان بسیاینې لپاره نوې هیلې ورسره راټوکېدلی دی. د بی بی سی د راپور له مخې افغانستان زرګونه کوچنی کانونه لری، چې ارزښت یې څلور زره میلیارده امریکایی ډالرو ته رسېږی، که د کانونو د استخراج په برخه کې په شفاف او خپلواک ډول له نړیوالو شرکتونو سره تړونونه وشی، په ډېر لږ وخت کې د یو پرمختللی او پر ځان بسیا هیواد خاوندان کېدلی شو. د افغانستان مناسب جغرافیوی موقعیت بل هغه فرصت دی، چې دغه هیواد په سیاسی او اقتصادی برخو کې د سیمې په کچه پر یو اغېزه  لرونکی ځواک بدلولی شی. جنوبی اسیا کې پراته هیوادونه که څه هم د صنعت په برخه کې پرمختللی دی؛ خو په کور دننه کافی انرژی نه لری، دغه راز د مرکزی اسیا هیوادونه بیا که د انرژۍ پراخې زیرمې لری؛ خو د صنعت په برخه کې له جنوبی اسیا وروسته دی. د اسیا دغه دواړه مهمې برخې اتصال او تر خپل منځ راکړې ورکړې ته اړې دی او ددغه اتصال لپاره له  ټولو نږدې او ارزانه لاره افغانستان دی. د اتصال په برخه کې د ټاپی د ګازو د نللیکې او د ټاپ برېښنا پروژې خورا مهمې او حیاتی ګڼل کېږی، چې لومړۍ یې د ترکمنستان ګاز د افغانستان او پاکستان له لارې هندوستان ته لیږدوی او دوهمه یې د ترکمنستان برېښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته وصلوی. واک ته د اسلامی امارت له رسېدو وروسته د افغانستان په خاوره کې ددغو پروژو د عملی چارو د پیل کېدو لپاره هلې ځلې له بل هر وخته ډېرې شوی دی. تازه د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر پر یو رسمی سفر ترکمنستان ته تللی و او د هغه هیواد له چارواکو سره یې ددغو دواړو پروژو د تطبیق په اړه خبرې کړی او هوکړه شوې، چې د روانې جنورۍ میاشتې په ۲۲  مه نېټه به ددواړو هیوادونو کاری ډلې په کابل کې په دې هکله غونډه وکړی. د افغانستان لپاره یوازې د ټاپی پروژې اقتصادی ګټې کم سارې ګڼل کیږی. شاوخوا ۱۲زره کسانو ته به روزګار برابر شی. له جوړېدو وروسته به هر کال افغانستان له دې درکه نږدې ۵۰۰ میلیونه امریکایی ډالرعوائد لاس ته راوړی او دغه راز په ۳۰ کلونو کې به افغانستان ترې دوه نیم میلیارده مکعب متره ګاز هم  و په کاروی. سیمه ییز اتصال سره به افغانستان او سیمه د تل لپاره له امنیت او ثبات څخه برخمنه شی؛ ځکه کله چې د یو چا ګټې مشترکې شی، هغوی ټول بیا د سیمې د امنیت په برخه کې همکارۍ ته اړ کېږی او اجازه نه ورکوی، چې ګټو ته یې زیان ورسېږی. نو افغان حکومت باید په ټول توان ددغو پروژ د تطبیق لپاره هڅې وکړی او د خنډونو په له منځه وړلو کې کوټلی ګامونه پورته کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید