روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

افغانستان د نړیوال جام لپاره  تمریناتی لوبډلې اعلان کړې

د افغانستان کرېکټ بورډ د ۲۰۱۹م کال یو ورځنی نړیوال جام سیالیو ته د بشپړ چمتووالی لپاره د ملی لوبډلې د تمریناتی کمپ او ایمرجنګ آسیا جام سیالیو لپاره لومړنۍ لوبډلې اعلام کړې.د غوراوی کمېټې مشر دولت خان احمدزی دغه نوملړونه د خبری غونډې په ترڅ کې اعلان کړل چې په کې د دواړو لوبډلو لپاره ۴۷ لوبغاړی په دوو برخو وېشل شوی شامل دی، د ایمرجنګ آسیا جام سیالیو لپاره به د لوبډلې وروستۍ ټاکنه په هندوستان کې د تمریناتو په ترڅ کې کېږی.د اوپنر توپوهونکو او د چټک توپ اچوونکو د ستونزو هوارولو لپاره کرېکټ بورډ اړ شو،چې نور علی ځدراڼ او شاپور ځدراڼ ته یو وار بیا په لومړنی لېست کې ځای ورکړی، د غوراوی کمېټې مشر دولت خان احمدزی د اوپنر توپوهونکو او چټک توپ اچونکو ستونزو ځانګړې یادونه وکړه.د غوراوی کمېټې له خوا لاندې لوبغاړی په لومړنی لېست کې اعلام شوی:

د ملی لوبډلې لومړنی لوبغاړی:

د توپوهنې برخه: ((حضرت الله ځاځی، جاوېد احمدی، نور علی ځدراڼ، عثمان غنی، حشمت الله شهیدی، رحمت شاه، سمېع الله شینواری او اصغر افغان؛ د وېکټ ساتونکو لپاره د شهزاد محمدی، منیر احمد او افسر ځاځی )) نومونه شامل شوی دی.دغه راز د الراونډرانو په نومونو کې د (( محمد نبی، ګلبدین نائب، مېرویس اشرف او راشد ارمان؛ د چټک توپ اچوونکو په لېست کې د افتاب عالم، دولت ځدراڼ، شاپور ځدراڼ، سید شېرزاد، فرید ملک، یمین احمدزی او همدارنګه د سوکه توپ اچوونکو نوملړ کې د مجیب ځدراڼ، شرف الدین اشرف او حمزه هوتک )) نومونه شامل شوی.شاپور ځدراڼ هم له اوږدې مودې او ځینو اختلافاتو وروسته په تمریناتی لوبډله کې ځای شوی، خو د غوراوی کمېټې مشر پر وینا نوموړی ځینې ډسپلینی ستونزې درلودې ، چې د ډسپلین کمېټې له پرېکړې وروسته به د څو ورځو په موده کې د نوموړی په اړه پرېکړه وشی.

د ایمرجینګ لومړنۍ لوبډلې نوملړ:

سربېره پر دې د ایمرجنګ لومړنۍ لوبډلې په نوملړ کې د توپوهونکو په برخه کې (( ابراهیم ځدراڼ، احسان الله جنت، بهیر محبوب، شاهد کمال، دروېش رسولی، شفیق الله شفق، نجیب ځدراڼ او ناصر جمال، د وېکټ ساتونکو په برخه کې د رحمان الله ګربز او اکرام علی خېل نومونه او د الراونډرانو په برخه کې شمس الرحمن، عظمت الله، مسلم موسی او کریم جنت )) نومونه شامل شوی دی.همدارنګه د چټک توپ اچوونکو په نوملړ کې (( ضیا شریفی، فضل حق، یوسف ځاځی، وفادار مومند، نوین الحق؛ د سپېنر توپ اچوونکو په نوملړ کې د وقار سلیمانخېل، ضیا اکبر، قیس احمد او ظاهرخان )) نومونه شامل شوی دی.باید وویل شی ،چې ملی لوبډله به د تمریناتی کمپ په لړۍ کې چې د هندوستان هېواد په چینای ښار کې ترسره کېږی، له ۸-۱۰ تمریناتی لوبې وکړی او د یوې میاشتې لپاره به دغه لړۍ جاری وساتی ، همدارنګه به ایمرجنګ لوبډله هم د ایمرجنګ آسیا کپ سیالیو لپاره په یاد ښار کې د درېیو اوونیو لپاره پاتې شی او له هغه وروسته به ایمرجنګ آسیا جام سیالیو کې ګډون وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید