روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

افغانستان د خبریالانو لپاره تر ټولو خطرناک هېواد دی

د بې سرحده خبریالانو سازمان په حواله د رسنیو کارکوونکی اوس هم د وېرې په فضا کې کار کوی، همدارنګه په هغو هېوادونو کی هم چی یو وخت ډاډمن وو. نوموړی سازمان ویلی چی افغانستان د ژورنالېستانو لپاره تر ټولو خطرناک هېواد دی.د بې سرحده خبریالانو سازمان «په ۲۰۱۹م کال کی د رسنیو د آزادۍ نوملړ» د خپرولو په ترڅ کې ویلی چې د دې علت، د ښځو او نارینه خبریالانو پر وړاندې، سیستماتیکه راپارونه بلل کېږی. په هغو سیمو کې چې دغه حالت پکې ډېر کړکېچن شوی، اروپا هم راځی. همدارنګه امریکا هم دری درجې شاته شوی او په نوملړ کی یې ۴۸م ځای خپل کړی دی. د دغه سازمان د مدیره هیئت ویاندې کاتیا ګلوګر، ویلی چې په اروپا کې هم د رسنیو پر وړاندې، په هدفمندانه ډول عوامپاله سیاستوالو د خپلو تر یو ځایه پاروونکو کمپاینونو پر وخت، له عصبانیتونو څخه کار اخیستی چی د تشدد تر سرحده هم رسېدلی دی. هغه د مثال په ډول د اروپایی ټولنې د غړی هېواد چک جمهوریت یادونه کوی چی د فهرست په ۴۰م ځای کې راغلی، همدارنګه د اروپایی ټولنې غړیتوب ته کاندید، صربستان هم چی۹۰م ځای یې خپل کړی دی.د فهرست په سر کې په درېـیم وار په ترتیب سره، ناروې، فنلنډ او سویډن راغلی دی. په دغو هېوادونو کی د رسنیو حالت تر ټولو ښه ارزول شوی دی. جرمنی دوې درجې رامخته شوی او ۱۳م ځای یې خپل کړی دی. د نوملړ په ۱۸۰ پلټل سوو هېوادونو کی وروستی ځای ترکمنستان لری، شمالی کوریا ۱۷۹م او اریتیریا ۱۷۸م ځای لری.

دا ځل، تر ټولو لوی بدلون په افریقایی هېوادو کی راغلی دی. یعنې دا چی ایتوپیا ۴۰ درجې رامخته شوی او ۱۱۰ځای یې نیولی دی. ګامبیا ۳۰ درجې رامخته شوی او ۹۲م ځای یې خپل کړی دی. همدارنګه تونس ۷۲م ځای لری چی ۲۵ درجې پرمختګ ښیی. خو د مرکزی افریقا جمهوریت د ۳۳ درجو په ترلاسه ورکولو سره، اوس ۱۴۵ځای خپل کړی دی. تانزانیا ۱۱۸ او نیکاراګوا ۱۱۴م دی. د بې سرحده خبریالانو سازمان په حواله، په ۲۰۱۸م کال کی په نړۍ کې تر ټولو خطرناک هېواد افغانستان و چې پکې ۱۶ ژورنالېستان وژل شوی دی، په دې ډول دری درجې شاته شوی او په ۱۲۱ ځای کې دی. په هېواد کې د ۲۰۱۸م کال د اپرېل په پای کې د غبرګو بریدونو په نتیجه کې د رسنیو نهه تنه کارکوونکی ووژل شول. ایران د شپږو درجو په له لاسه ورکولو سره په ۱۷۰م ځای کې دی. بې سرحده خبریالان له ۲۰۰۲میلادی کال راهیسې د رسنیو د آزادۍ په هکله فهرستونه خپروی. په سږنی فهرست کی ۱۸۰هېوادونه درجه بندی شوی چې پکېٍ یوازې ۲۴ سلنه هېوادونه په ښه او یا هم نسبتاً ښه حالت کې راغلی دی.
دا په داسې حال کی چی تېر کال دغه رقم ۲۶ سلنه وو.

ممکن است شما دوست داشته باشید