روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

افغانستان د اقتصادی ودې پر لور…!

غوره اقتصاد د یو هیواد د اوسېدونکو د سوکاله او هوسا ژوند لپاره بنسټیز اصل دی،خو هغه ملتونه هوسا او پرمختللی ژوند نشی درلودلی، چې اقتصادی خپلواکی ونه لری.

د افغانستان جغرافیایی موقعیت، د پراخو طبیعی زیرمو شتون، د زراعت او مالدارۍ لپاره پریمانه اوبه، مناسبه هوا او دښتې هغه مهم اسباب دی، چې که په سمه توګه ترې ګټه پورته شی، افغانستان د پرمختللی اقتصاد لرونکو هیوادونو نوملړ ته پورته کولی شی.

صادرات او واردات د اقتصادی ودې دوه اصول دی او د یو سالم او پرځان بسیا اقتصاد لپاره اړینه ده، چې صادرات له وارداتو ډېر وی او یا لږ تر لږه برابر وی.

خو له بده مرغه چې د اوږدو جګړو، پراخ فساد او د نورو برخو تر څنګ اقتصادی اشغال هغه څه و، چې دا څلور لسیزې یې زموږ د هیواد د اقتصاد ملاماته او د نورې ودې او پرمختګ مخه یې نیولې وه.

اوس چې الحمدلله افغانستان یو خپلواک هېواد دی او یو داسې مرکزی دولت لری، چې ټولې پرېکړې ملی ګټو ته په کتو کېږی، د اقتصادی ودې او پرمختګ لپاره ښه فرصت رامنځته شوی دی.

تېره اونۍ د افغانستان اسلامی امارت د ریاست الوزراء د اقتصادی معاونیت دفتر د روان ۱۴۰۱ ل کال د لومړیو اوو میاشتو د صادراتو په اړه معلومات خپاره کړل، چې له مخې یې په دغې موده کې افغانستان د سیمې او نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته د ۱۰۸۵ میلیونه امریکایی ډالرو په ارزښت بېلابیل توکی صادر کړی او تمه ده، چې په راتلونکو پنځو میاشتو کې به دغه کچه دوه میلیارده امریکایی ډالرو ته ورسېږی.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان په دومره پراخه کچه صادرات کوی، له دې وړاندې که څه هم نړۍ د افغانستان پخوانی نظام په رسمیت پېژنداه او په بېلابېلو برخو کې یې مرستې ورسره کولې؛ خو بیا هم په کلنی ډول د افغانستان د صادراتو کچه تر یو میلیارد ډالرو پورې نه وه رسېدلې، په تېر ۱۴۰۰ل کال کې دغه کچه ۸۵۰ میلیونه امریکایی ډالره وه.

د صادراتو په برخه کې ډېر والی، د هیواد په بېلابېلو برخو کې د سترو او زیربنایی پروژو د چارو پیل، شخصی سکتور ته د پانګونې د مناسبو شرایطو برابرول او د کورنیو تولیداتو لپاره د سیمې او نړۍ په کچه د مارکیټ پیدا کولو هڅې هغه څه دی چې د افغانستان د اقتصادی ودې او پرمختګ څرک ترې ښکاری.

که څه هم د افغانستان د اسلامی امارت له لوری د اقتصادی پرمختګ لپاره هڅې د ستاینې وړ دی، خو لاهم په دې برخه کې ډېر کار ته اړتیا ده.که حکومت په شته امکاناتو زراعت ته سمه پاملرنه وکړی ترډېره حده مو په دې برخه کې د پرمختګ مخه لاپسې خلاصېږی ښکاره خبره ده چې له شته ننګونو سره دمقابلې لپاره همد مهمه لاره لرو. اوس مهال افغانستان وارداتی هیواد دی او په کلنی ډول شا او خوا د اوو میلیاردو امریکایی ډالرو په ارزښت واردات لری. دولت باید هڅه وکړی چې د صادراتو کچه له وارداتو ډېره کړی او دغه راز د کورنیو تولیداتو کیفیت او کمیت ته ډېره پاملرنه وکړی، په ځانګړې توګه د تازه او وچو میوو، مالدارۍ، لبنیاتو او نورو خوراکی توکو پر تولید او صادراتو تمرکز وشی، په دې سره به نه یوازې افغانستان غذایی خوندیتوب ترلاسه کړی، بلکې په دې برخه کې به پر ځان بسیا هیواد وګرځی.

د خوراکی توکو د بیو ثبات او بڼوالو او بزګرانو ته د ښه عاید لپاره ضروری ده چې په هره سیمه کې سړې خونې او کوچنۍ کارخانې جوړې شی،چې له نېک تصادفه همدا اوس دکابینې په پرېکړه کې دسړو خونو دجوړولو اوفعالولو بحث خبر هم دادی خپور شو په کروند ګرو اصلاح شوی تخمونه وویشل شی او هغوی ته د حاصلاتو د زیاتوالی په اړه معلوماتی سیمنارونه جوړ کړل شی، په دې سره به نه یوازې د بڼوالو او بزګرانو عایدات لوړ شی، بلکې خلکو ته به د روزګار زمینه هم برابره شی او غذایی خوندیتوب به هم تضمین کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید