روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

افغانستان به ترپایه د نړیوالې ټولنې د اوږو پېټی نه اوسی

د افغانستان په اړه د امریکایی سناتور لېنډسی ګراهام تر څرګندونو وروسته د ولسمشر اشرف غنی مرستیال ویاند دواخان مینه پال وایی: افغانستان به تر پایه د نړیوالې ټولنې د اوږو بار نه وی.ښاغلی ګراهام ویلی، چې د بهرنیو ځواکونو له کمېدو سره باید افغانستان د پخوا په څېر د بهرنیو مرستو تمه ونه لری.ښاغلی مینه پال وویل: افغانستان د سیمې له هېوادونو سره د سوداګریزو لارو جوړولو ترڅنګ، د پرمختګ او پراختیا پر لور موثر ګامونه پورته کړی او هڅه کوی چې پرځان بسیاینې ته ورسېږی.نوموړی وویل: د افغانستان اقتصادی وده د حکومت په اساسی پروګرامونو شامله ده. (( افغان حکومت نه غواړی چې،ترپایه د نړیوالې ټولنې د اوږو پیټی وی. افغانستان اوس له اقتصادی پلوه په کورنیو او سیمه ییزو فرصتونو کارکوی چې عواید یې په سمه توګه راټول شی. افغانستان پر ځان د بسیاینې لپاره هڅې تیزې کړې دی.)) امریکایی سناتورلیندسی ګراهام وړمه ورځ خبریالانو ته ویلی، افغانستان باید په دې تمه نه وی چې د امریکایی ځواکونو له وتلو وروسته به ورسره د پراختیایی پروژو لپاره د پخوا په شان د نورو هېوادونو مرستې ادامه ولری. ګراهام ویلی: د سیمې هېوادونه باید له افغانستان سره په مرستو کې نقش ولری ،چې امنیتی ځواکونه وتوانېږی ترهګر وځپی.ده ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د وضعیت د ښه والی نښې نښانې لیدل کېږی چې د بهرنیو ځواکونو وتلو ته به زمینه برابره کړی. دا خبرې په داسې حال کې کېږی چې اوسمهال د افغانستان ۵۴ سلنه خلک د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوی او ورسره د دغه هېواد ټوله پراختیایی او ۴۰ سلنه عادی بودجه له بهرنیو مرستو تمویلېږی.ښاغلی ګراهام ویلی: افغانستان باید په دې تمه نه وی ،چې د امریکایی ځواکونو له وتلو وروسته به ورسره د پراختیایی پروژو لپاره د پخوا په شان د نورو هېوادونو مرستې ادامه ولری.اقتصاد پوهان وایی: افغانستان اوس د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړ دی او د دغو مرستو کمېدل او یا نه ورکړه کولی شی منفی اغیزې ولری.عبدالله واحدیار آزادۍ رادیو ته ویلی: (( افغانستان د تېرو کلونو په پرتله کوټلی ګامونه پورته کړی او تریوه حده په ښه حالت کې دی، خو نه شو ویلی چې د نړیوالې ټولنې له مرستو پرته پوځی او د زېربنایی پروژو لوړ لګښتونه د حکومت له بودجې تمویل کړو. په هرصورت د دغو مرستو کمېدل او یا بندېدل کولی شی حالت نورهم ټکنی او ځنډنی کړی.)) امریکایی سناتور دغه خبرې له هغې وروسته کړې، چې په دې وروستیو کې امریکایی رسنۍ راپور ورکړ، د امریکا ولسمشر غواړی په روانه اوونۍ له افغانستانه د ۴۰۰۰ امریکایی سرتېرو وتل اعلام کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید