روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

(( افغانستان او پاکستان د سولې کنفرانس جوړوی ))

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له خپل افغان سیال حنیف اتمر سره په تلېفونی تماس کې پر افغان سوله خبرې کړې دی.د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تاند ته په خبرپاڼه کې استولی، چې شاه محمود قریشی یو ځل بیا له افغان سولې څخه د خپل هېواد د کلک ملاتړ څرګندونه کړې ده.په دې تماس کې شاه محمود قریشی، ښاغلی اتمر ته ډاډ ورکړی، چې د کورونا له کبله پر ډیورنډ کرښه تړلیو دروازو به افغان خاورې ته د افغانانو او سوداګریزو موټرو اړولو برخه کې آسانتیا برابرولو ته دوام ورکوی. شاه محمود قریشی ویلی، د طالبانو او امریکا د سولې تړون په افغانستان کې د ثبات ټینګښت لپاره یو تاریخی فرصت برابر کړی او ډېر ژر به د کابل او اسلام آباد تر منځ د (د سولې پر لور د افغانستان او پاکستان ګډ اقدم) په نامه کنفرانس هم جوړ شی.دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت ته پاکستان په بیا بیا د داسې کنفرانسونو او ښو اړېکو جوړولو ژمنې ورکړې ، خو کابل وایی: له پاکستان څخه یې عملی همکاری نه ده لېدلې.

ممکن است شما دوست داشته باشید