روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

افغانستان او قطر پر پانګونې او پراختیایی پروژو خبرې کړې دی

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوی امیرخان متقی لا وړمه ورځ په کابل کې د قطر له نوی ټاکل شوی مرستیال سفیر سعید العیده سره په لیدنه کې په افغانستان کې پر پراختیایی پروژو خبرې کړې دی. د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د افغانستان او قطر پراړیکو  او همداراز پر پانګونې، کانونو، د برېښنا د تولید، اتصال او ګڼو نورو پراختیایی پروژو خبرې شوې دی. قطر هغه هېواد دی، چې له ډېرې مودې راهیسې د اسلامی امارت د سیاسی دفتر کوربتوب کوی او واک ته د اسلامی امارت له رسېدو وروسته یې له افغانستان سره اړیکې خورا ډېرې نږدې شوې او چارواکو یې په وار وار له افغانستان سره د ګډ کار مرستو او همکاریو ټټر ډبولی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید