روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

افغانستان او سترې ستراتیژیکې سیمه ییزې پروژې

په دې مقاله کې په دې بحث کېږی چې څنګه افغانان کولای شی له خپل مهم جیوستراټیژیک موقعیت څخه سمه ګټه پورته کړی. په کومو تګلارو توانېدلای شی چې په سترو سیمه ییزو، ستراتیژیکی، اقتصادی او ترانزیټی پروژو کې مرکزی رول ولوبوی او له څنډې کېدو څخه ځان و ساتی.

دلته د مطلب د روښانتیا لپاره په سترو سیمه ییزو پروژو کې د افغانستان او د سیمې د نورو هېوادونو د رول په هکله یوه انالوجی (پرتله ییز مثال) وړاندې کوم. لرګی خرڅوونکی په غټه تله ( کپان) کې لرګی تلی. د تلې په یوه خوا کې یې غټ وزن ایښى وی چې زیات وختونه اته سیره یا یو من او یا زیات وی. په بله خوا کې لرګی ږدی. د تلې شاوخوا واړه واړه وزنونه لکه نیم کیلو، یو کیلو، خورد، پاو او یا هسې وړې ډبرې پرتې وی، چې د وزن او تول برابرولو لپاره یې کله د من خواته او کله هم د لرګیو خواته ږدی او  په ساده ژبه ورته دړ وایی. دلته اصلی وزن کول او تول په من باندې کېږی، اصلی راکړه ورکړه هغه ټاکی او واړه وزنونه یا دړ عمده رول نه لری، یوازې توله (توازن) ورباندې برابریږی او کله خو له نظره غورځول کېږی.

دا انالوجی او مثال موږ د خپل هېواد او ګاونډیانو لپاره هم کارولای شو. په بله معنی افغانستان ښې اوبه او زیاتې ترمځکې لاندې زیرمې لری، چې هم خپله ورڅخه ګټه واخلی او هم کولای شی چې له نورو ملکونو سره یې په ستراتیژیکه راکړه ورکړه کې وکاروی. همدارنګه، زموږ هېواد دا حق او یو مناسب جیوستراتیژیک مرکزی موقعیت لری چې د منځنۍ آسیا، سوېلی آسیا، چین، ایران، منځنۍ ختیځ او اروپا تر منځ د ترانزیټ، انرژۍ، مالوماتی تکنالوژۍ یا نوری فایبر او په نورو سترو پروژو کې منځنى او د من رول ولری او هسې لکه دړ غوندې د نورو د تول برابرولو لپاره نه کارول کېږی. په بل عبارت د یوه عمده نښلوونکی پله او یا ستراتیژیک مرکز (Hub) رول ادا کړی.

زموږ غوره فرصتونه :

څرنګه چې موږ د خپل مرکزی او ښه موقعیت له کبله د دې زیاتو پروژو لپاره خورا لنډ، غوره او اقتصادی مسیر برابروو، سترو ښکیلو اقتصادی قدرتونو او دولتونو، نړیوالو پانګوالو او کمپنیو ته د دې پروژو د طرحې، امکان سنجولو د څېړنو یا (Feasibility Studies)، پلې کولو، د عملیاتی او  ګټې اخیستنې په مرحلو کې دا پروژې زموږ د خاورې له لارې ارزانه او اقتصادی تمامیږی.

،نو ځکه ښه موکه او چانس لرو، چې که عقل په کار واچوو، په نړیوالو اړیکو او سیمه ییزو کړکېچنو مسئلو ځان پوه کړو، یو موټی پاتې شو، سوله، ثبات، د قانون حاکمیت، ښه حکومتولۍ او د کار وبار لپاره ښه فضا او نور اړوند شرایط رامنځته کړو، نو اقتصادی وده به مو څو برابره زیاته او د نړۍ یو پرمختللى هېواد به شو. بیا به موږ د سیمې او نړۍ په ورته ستراتیژیکی لوبو او سترو پروژو کې مرکزی او د اصلی وزن یا من رول ادا کړو او دا به په یقین سره زموږ برخلیک بدل کړی. دا د هر ریښتینی او با ایمانه افغان دنده ده چې په دې لاره کې خپل رول سم ادا کړی، چې مو خلک او هېواد له دې خوار او زار حالت څخه بهر کړو.

زموږ قوت : قوت او کمزورتیاوې هر هېواد لری او دایې داخلی ښکارندې دی. په ورته پروژو کې د افغانستان قوت د هغه ستراتیژیک موقعیت دی. ډېرې سیمه ییزې پروژې د افغانستان له لارې د نورو هېوادونو  په نسبت په لنډ واټن کې، په ارزانه بیه او په اقتصادی توګه پلې او ګټې اخیستنې ته رسېدلای شی. همدا ستراتیژیک موقعیت دی چې چین درک کړه، چې که افغانستان امن نه وی او برخه ورنه کړل شی د کاشغر او ګوادر اقتصادی دهلیز به شونى نه وی ، نو هڅه کوی پاکستان ته قناعت ورکړی ، چې په افغانستان کې له سولې سره مرسته وکړی او افغانستان ته په دې دهلیز کې برخه ورکړی. همدا رنګه همدا زموږ ستراتیژیک موقعیت و چې و پتیل شوه د ټاپی د ګازو نل لیکې او هم د کاسا ۱۰۰۰ د برېښنا د انتقال پروژې، له ترکمنستانه تر پاکستانه د برېښنا مزی او نورې پروژې زموږ له خاورې تېرې شی. په همدې توګه، زموږ د ښه ستراتیژیک موقعیت له کبله اوس افغانستان د مالوماتی تکنالوژۍ د راکړې ورکړې په یوه هب (Hub) او مرکز بدلیدونکی دی. افغانستان د پامیر له لارې د نوری فایبر او هم ممکن د سړک له لارې له چین سره ونښلول شی او په همدې توګه له سوېلی او مرکزی آسیا او ایران سره یې نښلول روان دی. دا سترې ستراتیژیکې پروژې به زموږ او د نورو هېوادونو په اړېکو کې توازن رامنځته کړی، که موږ په ځینو شیانو کې په هغوی تکیه کوو هغه هېوادونه به هم په نورو مسئلو کې موږ ته اړ وی، موږ به هم ورڅخه په ارزانه بیه ګټه واخلو، پریمانه عواید به تر لاسه او په تجارت، اقتصاد او راکړه ورکړه او نورو ستراتیژیکو معادلو کې به مو رول، ملی حیثیت او وزن زیات شی.

زموږ د اوبو او تر مځکې لاندې نورې طبیعی زیرمې هم هغه څه دی، چې امکان شته زیات قوت راوبښی، خو باید پوه شو ،چې له دې ټولو پیرزوینو ګټه اخیستنه بیا ښې حکومتولۍ، پر ټولو د قانون یو شان پلی کېدل، ټینګ او پرانېستی سیاسی او اقتصادی بنسټونه او اړوندې زېربناوې، سولې او ثبات ته اړتیا لری. که موږ و توانیږو چې دا وړتیاوې تر لاسه کړو چې له خپلو زیرمو او ستراتیژیک موقعیته سمه ګټه پورته کړو د نړۍ په یوه پرمختللی هېواد به بدل شو.

زموږ افغانانو تاریخی ستونزه تل داده ، چې خپل فرصتونه په وخت نه پېژنو. باید پوه شو، چې بېله الله تعالی او د هغه له پیغمبرانو ټول انسانان کمښتونه لری، په شرع کې موږ د اخف الضررین موضوع لرو. په دې معنی له دوو لارو د کم ضرر لرونکې لاره باید ونیسو، یعنې یو بل له کمښتونو سره سره باید و منو، سوله وکړو او له ضد او عناد څخه کار وانه خلو. سید جمال الدین افغان، امان الله خان غازی، موسى شفیق او نور مشران مو په وخت و نه پېژندل او اوس یې ارمان کوو. باید ټول افغانان لاسونه سره ورکړو او په ګډه هېواد له بحرانه راوباسو او که نه خدای دې نه کوی هېواد نه مو د سلو دوو سوو کلونو لپاره د حریصو ګاونډیانو او مکارو نړیوالو قوتونو د غوبل مرکز وی، د تاریخ، راتلونکو نسلونو او الله تعالی له ملامتۍ سره به مخ یو او بیا به لاس مروړل، زړه خوړل او پښیمانی ګټه نه لری.

کمزورتیاوې او خنډونه: که ښه ځیر شو چې په ملت او دولت کې وړتیا نه وی، ښه ستراتیژیک موقعیت، ښې زیرمې لکه معدنی توکی، اوبه او نور زیاته ګټه نه شی رسولای. که په هېوادکې د ښې حکومتولۍ او د قانون د حاکمیت پر ځاى فساد وی دا زیرمې د ګټې پر ځای راز راز تاوانونه لری. غلیمان، چې ستا پوتنسیال ته ګوری در نه ویریږی، موکه نه درکوی، ملک دې ثبات ته نه پریږدی، زورواکان نهادونه زبېښونکی کوی او مافیایی کړۍ ورځ تر بلې پښې ټینګوی، همدا طبیعی زیرمې د ملک د بربادۍ لامل کېږی او دې حالت ته د زیرمو لعنت (Resource Curse) وایی. په نړۍ کې زیات مثالونه شته لکه کانګو او نایجریا چې ستر هېوادونه دی، زیاتې طبیعی زیرمې لری، خو همدا زیرمې یې د فساد په ټینګښت او داخلی شخړو او د ناکامو دولتونو په رامنځته کېدو کې رول لری.

زموږ په هېواد کې هم نا امنیو  او د سولې نه شتون له یوې خوا او د زورواکانو او فساد شتون له بلې خوا یوه خبیثه او ناولې کړۍ رامنځته کړې ده ، چې یو بل تقویه کوی او نه پریږدی زموږ شړیدلی سیاسی او اقتصادی بنسټونه غښتلی، پرانیستی او ټینګ شی ، ځکه اوس موږ یو ماتېدونکى دولت لرو، چې دا کړۍ په هوښیارۍ سره ماته نه شی ملک مو له ماتېدونکی حالت څخه نه شی راوتلای، نه به د انرژۍ او ترانزیټ سترې سترې ستراتیژیکې سیمه ییزې پروژې سمې پلې شی، نه به له خپلو طبیعی زېرمو لکه اوبو او کانونو څخه سمه ګټه پورته کړو او نه به رېښتینې خپلواکی تر لاسه کړو.

زموږ یوه کلتوری او ملی کمزورتیا داده ، چې تل له غلیمو ګاونډیانو په شکایت بسنه کوو، خپل مسوولیت نه درک کوو، له ستونزو څخه د وتو او  د پردیو له دسیسو د ځان د خلاصون په تدبیر، پلان، تګلارو او کړنلارو سر نه خلاصوو. زموږ د سیاستوالو او شنونکو زیات وخت په دې تېریږی چې له کوم قدرت سره ښې اړیکې ولرو، په ملی اجندا، ملی بساینې او ملی ارمانونو کم تمرکز کوو.

روښانه ده چې حریف او غلیم قوتونه خپلې ګټې په دې کې ګوری چې موږ ووېشی، هېواد او ملی بنسټونه مو وران، نظام مو ړنګ او دولت مو ماتېدونکی وساتی، دا یوازې زموږ ستونزه نه ده، هر هېواد چې کمزوری شی ګاونډیان یې غواړی تر خپل نفوذ لاندې یې راولی، خو دا زموږ مسوولیت دی چې له عقلانیت او درایت څخه کار واخلو او ځان د سیالانو سیال کړو او په خپلو پښو ودریږو.

فساد او جګړو په هېواد کې یوه خبیثه کړۍ رامنځته کړې ده او یو بل تقویه کوی. باید و منو چې فساد زموږ ستره کمزورتیا ده، چې د فساد مخه نه وی نیول شوې، د دولت او ملت تر منځ واټن به ورځ تر بلې زیاتېږی او جګړه به مشروعیت مومی او خدای مکړه لا نورې وینې به توېېږی. له بلې خوا، که سوله را نه ولو، هر دولت او مشر به مو په جنګی حالت کې مفسدینو او زورواکانو ته سوڼ هم نه شی کولای، نو ځکه د فساد ورکول او پر ټولو افغانانو د قانون یو شان پلی کول به ناشونی کار وی.

محمد عارف رسولی

ممکن است شما دوست داشته باشید