روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

افغانستان او ترکمنستان د ټاپی نللیکې امنیتی پلان لاسلیک کړ

د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د ټاپی (TPI) د ګازو نللیکې امنیتی پلان لاسلیک شو.د افغانستان د ملی امنیت شورا وایی: دغه پلان د افغانستان په استازیتوب د ملی امنیت شورا مرستیال عبادالله عباد او د ترکمنستان له خوا د ټاپی د مدیر محمد متیرات امانوف تر منځ امضاء شو.د دې شورا په خبرپاڼه کې راغلی، د ټاپی امنیتی پلان د څو هېوادونو د هغې لویې پروژې له تطبیق او ودې سره مرسته کوی ،چې له ترکمستان څخه جنوبی آسیا ته ګاز لېږدوی او د سیمه‌ ییز ثبات او بسیاینې سبب ګرځی.د ملی امنیت شورا ټاپی د افغانستان مهمه پروژه بللې او زیاته کړې یې ده، چې دغه پروژه د سیمه‌ ییز امنیت او د ادغام له سیاست سره مرسته کوی او کولی شی ،چې د سیمې لوبغاړی هېوادونه لکه پاکستان او هند په ګډو ګټو کې سره متحد کړی.د ټاپی پروژې د ګازو نللیکه ۱۸۱۴ کیلومتره اوږدوالی لری، چې د ترکمنستان سرحدې ولایت ماری څخه پیلېږی او د ۸۱۶ کیلومتره په اوږدوالی به د افغانستان له خاورې د هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو څخه تیرېږی، پاکستان او ورپسې د هند فاضیلکا ښار پورې رسېږی.د دې پروژې ټول لګښت له ۷ څخه تر ۹ میلیارده امریکایی ډالرو پورې اټکل شوی دی. دغه د ګازو نللیکه به هر کال کابو ۳۳میلیارد متر مکعبه ګازو لیږد ظرفیت لری.افغانستان به د خپلی اړتیا وړ ګاز ترلاسه کولو پرته هر کال کابو څلورسوه میلیون ډالره د یادې پروژې د نللیکې د ترانزیټ له امله ترلاسه کړی او همدارنګه د ټاپی پروژې د نللیکې جوړولو لپاره به په افغانستان کې ډېری ځوانان د کار څښتن شی او د بېکارۍ په کموالی کې به مرسته وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید