د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان اسلامی امارت او ایرانی چارواکو تر منځ په بېلا بېلو برخو کې د اړیکو او همکاریو د پراختیا په موخه د کمېټو په جوړولو هوکړه کړې ده.دا هوکړه، د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړی استازی حسن کاظمی قمی او ورسره پلاوی سره د اسلامی امارت د رییس الوزرا د لومړی مرستیال ملا عبدالغنی برادر په لیدنه کې شوې.
د اسلامی امارت مرستیال ویاند احمدالله وثیق په خپله ټوېټر پاڼه لیکلی، چې ښاغلی برادر وړمه ورځ د ایران له ځانګړی استازی او ورسره پلاوی سره وکتل.نوموړی وایی: په دغه لیدنه کې ښاغلی قمی و ویل، چې افغانستان نن د خپلو اصلی بچیانو په واک کې دی او اشغال پای ته رسېدلی دی.
قمی دا هم ویلی: افغانستان او ایران دوه ګاونډې او مسلمان هېوادونه دی ،چې ګډې ګټې، دینی او فرهنګی مشترکات لری او باید په بېلابېلو برخو کې خپلې همکارۍ لاپیاوړې کړو.
په ورته وخت ښاغلی برادر د قمی خبرو ته په اشارې ویلی، اشغال پای ته رسېدلی، په ټولو برخو کې ، خو په ځانګړی ډول په اقتصادی او سیاسی برخو کې د هغه له منفی پایلو سره جدی مقابله کوو.
ښاغلی وثیق زیاته کړې، چې د دغې کتنې په پای کې په سیاسی، امنیتی، پانګونې، سوداګرۍ او ګمرک، کډوالو، د اوبو، برېښن، انرژۍ حوزې، فرهنګی، علمی او روزنې برخو کې د ګډو کمېټو پر ایجادولو هم هوکړه وشوه.دی وایی: ګډو کمېټو ته دنده وسپارل شوه چې ژر دې خپلمنځی غونډې جوړې او بېړنیو شرایطو ته د رسېدو په برخه کې دې پر اوږدمهالو همکاریو او ملی پروژو بحثونه وکړی او لازمو هوکړو ته دې ورسېږی.