روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

افغانستان؛ د نړیوال استکبار قبرستان

سلطان محمود (( سالمزی ))

افغانستان د آسیا دلویې وچې په زړه کې موقعیت لری، نو ځکه د آسیا د زړه او تاج پر القابوویاړل شوی دغه ستراتېژیک موقعیت ددې باعث شوی چې د استکباری قوتونوپاملرنه ځان ته را جلب کړی .اوبالاخره د افغانستان د تسخیرولو په موخه خپل پوځونه اووسایل پر افغانانوو ازمایی. لومړی ځل مقدونی سکندر چې تنکی زلمی و، دسوما په نوم بوتی چې شراب ترې جوړېږی او دبامیانو ولایت په غرونو کې پېدا کېږی دې ته وهڅاوه چې پر افغانستان یرغل وکړی چې د افغانانو له کلک مقاومت سره مخ شو او د زیاتو تلفاتو په ورکولو سره  د کونړ ولایت د مرورې له لارې کشمیر ته په لاره دغازیانو له سختو بریدونو سره مل یې ځینې ځواکونه پدې وتوانېدل چې د ځمکې او سمندر له لارې ځانونه یونان ته ورسوی اوزیاتویې د افغانستان دنیولو په آرمان خپل سرونه له لاسه ورکړل چې د سوما د نشې ارمان یې همداسې په زړه کې نیمګړی پاتې شو دمقدونی سکندر له ماتې وروسته چنګېزی ځواکونو چې زیات هیوادونه یې ترخپلې ولکې لاندې . راوستی وو داسې ظلمونه وکړل چې په تاریخ کې بېلګه نلری. کوچنی ماشومان به یې په زانګو کې له تېغه تېرول او دانسانانو له سرونو یې څلی جوړول . دوی هم زموږ پر هیواد یرغل وکړاو د افغانانو له مستحکم مقاومت سره مخ شول. افغانی مجاهدینو د بې دریغه قربانیو په ورکولو سره چنګېزی لښکرې دې ته اړې کړې چې زموږ د ګران او محبوب هیواد له اشغال څخه لاس واخلی او خپلې پښې سپکې کړی چې بالاخره همداسې وشول او چنګیزیان هم دلته مات شول . له هغې راوروسته انګرېزی ځواکونو چې لمر یې په امپراتورۍ کې نه ډوبیده زموږ پر هیواد یرغل وکړ،خو دوی هم د نورو په څېر د افغان مجاهدینو اوواحدقیادت او مقاومت په پایله کې له شرموونکې ماتې سره مخامخ شول .  انګریزانو زموږ پر خاوره درې ځله یرغل وکړاو هر ځل یې درانه زیانونه ولیدل. یواځې په درېیمه او وروستی جګړه کې د کابل له بتخاک څخه تر تورخم پورې ( ۱۶۰۰۰ ) شپاړس زره انګریزی پوځیان د جهنم کندې ته واستول شول او یواځې یو تن یې چې ډاکټر برایډن نومېده نیم ژواندی له تورخم څخه پدې نیت پریښود چې انګرېزانو ته د افغانانو د غیرت او همت کیسې وکړی، کله چې انګریزان له دغې شرموونکې ماتې سره مخ شول، نو د برتانیې دهغه وخت صدراعظم چې ګلادیسټون نومېده پدې اعتراف وکړچې له هغه قوم سره څوک څه کولی شی چې جنت د ټوپک په میل کې ګوری . د انګریزی استعمار له ماتې راوروسته د نړۍ ستر استعماری او استکباری ځواک یعنې دوخت د شوروی اتحاد سرولښکرو زموږ پر آزاد او مستقل هیواد د بین المللی قوانینو خلاف پر بنډیرغل پیل کړ او خپل روزل شوی غلامان او لاسپوڅی یې د اقتدار تر ګدۍ ورسول. زموږ یو نیم میلیون بې ګناه هیواد وال یې له اسلام او هیواده د دفاع په جرم شهیدان او په لکونو نور یې زندانی اوسخت شکنجه کړل چې بالاخره د افغانانو د سرتاسری مقاومت او قربانیو په پایله کې له لس کلنې اوږدې جګړې وروسته له غاښ ماتوونکې ماتې سره مخامخ  شول او له نړۍ څخه د کمونیزم جنازه هم پورته شوه. افغانستان د سور ښامارله کومې آزاد او ۲۶ شپږویشت هیوادونه چې دروسانو لخوایې حکومتی چارې سمبالېدې او دوارسا پکت دغړو په نوم یادېدل د افغانی مجاهدینو د جهاد له برکته یې دارام ساواخیسته او دروسی استعمار له منګولوخلاص شول روسانو هم دانګریزی استعمار چیانو په څېر د رانه تلفات او نه جبرانېدونکی زیانونه ولیدل ، دنړۍ سو پرطاقت یې صفر ته را ټیټ شو او له شرموونکې او عبرتناکې ماتې وروسته کله چې زموږ له غیرتی خاورې څخه په ټېښته کې وو د حیرتانو له پله څخه د تېریدو په حال کې دروسی قواوو قوماندان جنرال مایروف په داسې حال کې چې افغانستان ته یې شاوه اعتراف وکړ چې پر افغانستان یرغل دشوروی اتحاد ، د زمامدارانو ستره اونه جبرانیدونکی اشتباه وه. د نړیوالو رسنیو دمعلوماتو له مخې پدې جنګ کې  ۱۳۳۳۵ روسی پوځیان مردار، څه د پاسه ۳۵۰۰۰ نور ټپیان ۳۱۱ تنه یې اسیر او د ۶۰۰ په شاوخواکې الوتکې یې منهدمې او له منځه ولاړې، د ( ۵۰۰۰ ) په شاوخواکې جنګی وسایط او شوبلی یې له کاره ولویدلې اود ټریلیونونو ډالرو په ارزښت مادی زیانونه ورواوښتل. کله چې د نړۍ ستر استعماری ځواک د افغان مجاهدینو د جهاد او مقاومت په پایله کې د سور ښامار داړې ورماتې کړې، نو دامریکایانو په کوپړیو کې هم دافغانستان د ښکېلولو هوا وروالوته چې افغانان اوږده جنګ ځپلی او نور د مقاومت توان نلری، دوی دغه موقع مناسبه وګڼله او په نړۍ کې یې هم نور د ځان سیال نه لیده. په امریکاکې د سپټمبر د ۱۱ مې د جعلی دسیسې په پلمه یې پر افغانستان یرغل وکړ چې په لومړی سرکې د اسلامی امارت د مجاهدینو له کلک مقاومت سره مخ شول او د سر درانه زیانونه ورواوښتل د B52  هوایی جهازونو د درنو بمباریو او دکیمیاوی او بیولوژیکی وسلوله استعمالولو وروسته مجاهدینو د عقب نشینۍ تاکتیک غوره کړ او دچریکی او فدایی حملو تا بیایی ونیوله چې پدې سره امریکا او ورسره ملګری هیوادونه یې پدې ونه توانېدل چې ددغو بریدونو مخنیوی وکړی او بالاخره د امریکا په تاریخ کې له ټولو داوږدې ( ۲۰ ) کلنې جګړې او جهاد په پایله کې چې دواړو خواووته پکې سخت اودرانه تاوانونه واوښتل ، ټولې نړۍ د طالبانو د اسلامی امارت په مقابل کې ماتې وخوړه ،طالبان سرلوړی ارګ ته داخل شول او په ټول هیواد کې یې خپله واکمنی ټینګه کړه. نړیوال یې هم حیران کړل او بالاخره جوبایډن هم اعتراف وکړ اوویې ویل چې افغانستان د نړۍ د استعماری ځواکونو قبرستان دی، ده دا هم وویل چې افغانان هېڅکله یو واحدملت ندی چې موږ یې داخبره په کلکه ردوو. که افغانان واحد ملت نه وای، نو هیواد به یې د استعمار چیانو قبرستان هم نه وای او نړۍ دې پدې هم اعتراف وکړی چې افغانان واحد ملت ؤ، دی اووی به، ځکه ډېر ویې د بې اتفاقۍ او تجزیه کولو خوبونه له ځانه سره ګورته یوړل . دوی دې بیا بیا دغه ناکامې طرحې او تجربې نه تکرار وی.

د یوه ودان  او سر لوړی افغانستان په هیله !

ممکن است شما دوست داشته باشید