روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

افغانان سوله غواړی،خو باعزته سوله!

افغان حکومت هغه رپوټونه ردوی، چې ګنې امریکایی پلاوی له طالبانو سره د قطر په خبرو کې معامله کړې، چې په لړ کې به یې امریکایی ځواکونه له افغانستانه وزی، موقت حکومت به جوړېږی او بیا به طالبان اوربند کوی!؟ دا خبرې بې بنسټه دی، افغان حکومت دا آوازې ردوی، دا د دښمن په لمسون او یا هم ښایی د یو شمېر مغرضو لوېدیځو رسنیو د کاذب شهرت لپاره هغه رپوټ وی،چې غواړی پرې د خلکو ذهنونه خراب کړی، په اصل کې افغانان او امریکا دواړه سوله غواړی، د سیمې او نړۍ هېوادونه هم د دې سولې غوښتونکی دی، چې لومړی افغانستان د ترهګرۍ له خطره وژغورل شی او دوهم دا چې د سیمې د سوداګرۍ او اقتصادی غوړېدا لپاره د سوله ییز افغانستان له موقعیته ګټه پورته کړی. په دې اړه غوښتنې هم روښانه دی، هغه دا چې افغانان باعزته سوله غواړی او امریکا هم ډاډ ورکړی، چې د سولې هڅې به د افغانستان ملی حاکمیټ او مځکنۍ بشپړتیا ته په درناوی پر مخ وړی! په همداسې حال کې که د امریکا په شمول هر لوری له طالبانو سره خبرې کوی، افغان حکومت باید په جریان کې واچوی او د دې هڅو ټول رپوټ افغان حکومت ته ورکړی، اوس هم په قطر کې چې کومې خبرې شوې، باید امریکا یې په اړه افغان حکومت ته مفصل رپوټ ورکړی! د دې ترڅنګ افغان حکومت او خپله ملت هېڅ چا ته اجازه نه ورکوی،چې د افغانستان پر سر معامله وکړی او یا دې هم د افغان سولې لپاره داسې څه ومنل شی، چې هغه د ملی ګټو، اساسی قانون او د خپلواکۍ له ارزښتونو سره په ټکر کې وی، همدا راز بله مهمه خبره د نړیوالې ټولنې په مرسته، ملاتړ او همکارۍ د افغانانو ۱۸کلنې لاسته راوړنې دی، چې ساتی به یې او څوک به د دې جرئت هم و نه لری، چې پر دغو ارزښتونو او لاسته راوړنو ملنډې ووهی! پاتې شوه له افغانستانه د امریکایی ځواکونو وتل، دا هم پر افغان حکومت پورې اړه لری. په اصل کې د امریکا په مشرۍ د ناټو پوځی ماموریت آن د ۲۰۱۴ مکال په پای کې ختم شوی، له هغه را وروسته د امریکا په مشرۍ د ناټو ماموریت د ستراتیژیک ،دفاعی او امنیتی تړونونو پر بنسټ څرخی، چې د افغان ځوکونو زول او پر پښو درول یې اصلی موخه ده، نو دې ټولو ته په کتو سره افغانستان بېرته هغه پخوانی حالت ته نه ګرځی، چې ګنې د امریکایی ځواکونو تر وتو وروسته به یو ځل بیا ګاونډی او تاریخی دښمنان په کې د لوبې میدان توود کړی او د افغانانو په وینو به خپلې موخې پالی،نه دا خبونه دې هر دښمن او د دې خاورې هر مخالف کس له سره وباسی! په همداسې حال کې افغانستان امریکا او ناټو ته په قباله نه دی ورکړل شوی او نه به هم ورکړل شی، بلکې د هغوی د ځواکونو پاتې کېدل په حالاتو پورې تړلی دی، که حالات سم وو، هغوی خپله ځی او بیا یې هېڅ دلته د پاتې کېدا اړتیا نه شته، نه دا چې لکه د ۲۰۱۴ مکال په پای کې چې نږدې یو نیم لک بهرنی ځواکونه ووتل، خو دښمن هېڅ سوله ونه کړه ، بلکې جګړه  لا پسې پراخه شوه، هغې ته په کتو له حالاتو درس اخیستل شوی او همدا راز افغان حکومت د کورنیو ځواکونو د روزنې، پیاوړتیا او تجهیز لپاره د امریکا او ناټو ملاتړ او د هغوی د روزنیز، ملاتړی او رهبریز ماموریت او همکارۍ ته اړتیا لری. دا خبره په سوېس کې افغان ولسمشر محمد شرف غنی ښه روښانه کړه. ولسمشر غنی د پنجشنبې په ورځ د سوېس په داووس کنفرانس کې وویل، امریکایی ځواکونه به ژر له افغانستانه ونه وځی،ښاغلی غنی هغه راپورونه رد کړل چې وایی ګنې  امریکا له طالبانو سره موافقه کړې چې خپل پوځیان له افغانستانه باسی!؟ په دې اړه ښاغلی غنی د امریکا له ولسمشرډونالډ ټرمپ سره اړیکې خورا ښې دی اوکومه اندېښنه نه لری چې امریکایی پوځیان به یوناببره له افغانستانه ووځی او یا به امریکا افغانستان دښمن ته حواله کوی!؟ هو افغانان سوله غواړی، خو باعزته سوله، هر طالب باید سوله وکړی، که یې نه کوی، ورسره معامله هم نه کېږی!

ممکن است شما دوست داشته باشید