روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

افراسیاب خټک: د ولسمشرغنی او عبدالله هوکړې طالبانو ته پلمه پرې نه ښوده

د پښتونخوا مشر ملتپال سیاستوال افراسیاب خټک وایی ،چې په افغانستان کې وروستی سیاسی تړون سره طالبانو او نورو کړیو ته هېڅ پلمه پاتې نه‌ شوه چې په خبرو کې برخه وانخلی.خټک وایی افغانستان کې اوس هم دیموکراسی نوې او د پرمختګ په حال کې ده او داسې جنجالونه د دیموکراسۍ معمول دی.ده ویلی، د عبدالله او ولسمشر غنی له جوړجاړې سره به اوس وسلوالو طالبانو ته کومه پلمه پیدا نه شی چې د خبرو میز ته حاضر نه شی ، ښاغلی خټک په دواړو خواوو غږ کوی، چې اوس په خپلو هغه وعدو عمل وکړې چې د افغانستان د دایمې سولې د راوستلو لپاره یې کړې وې.دغه ملتپال سیاستوال په داسې حال کې دغه خبرې او هیله مندۍ لرې چې وړمه ورځ محمد اشرف غنی او ډاکتر عبدالله عبدالله له درېیو میاشتو ټاکنیزو ناندریو وروسته په سیاسی هوکړه صلاح وکړه.

ممکن است شما دوست داشته باشید