د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
اطلاعاتو ته د لاسرسی کمېسیون کمېشنر او د دغه کمېسیون ویاند حمدالله ارباب له یو تروریستی برید روغ ووت.د امنیتی سرچینو د څرګندونو له مخې؛ پرون د دین او انسانیت دښمانو د حمدالله ارباب د سپرلۍ پر موټر تروریستی برید وکړ، چې په پایله کې ارباب روغ ووت، ساتونکى یې ټپی او د هغه موټرچلوونکى محمد عمر شهید کړاى شو.د افغانستان د خلکو دښمنانو د دغه غیر انسانی کار په ترسره کولو سره ثابته کړه چې هېڅ ډول ظلم او وحشت نه سپموی او پر هېڅ ډول انسانی، دینی او اخلاقی ارزښتونو پابند نه دی.اطلاعاتو ته د لاسرسی کمېسیون دغه برید په کلکه غندی او د محمد عمر کورنۍ او دوستانو ته د ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوی او شهید ته د فردوس جنت هیله کوی. باختر