روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

اسلامی امارت په اندونیزیا کې د مرګونې زلزلې له امله خواشینی ښودلې

د بهرنیو چارو وزارت په اندونیزیا کې د شوې زلزلې له امله د دغه هېواد له حکومت او د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږی څرګنده کړې ده.د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخی پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلی:  (( د بهرنیو چارو وزارت د اندونیزیا په لویدیځ جاوا ولایت کې د  وړمې ورځې زلزلې له کبله چې د ګڼ شمېر تلفاتو او مالی زیان سبب شوې، د ژورې خواشینۍ څرګندونه کوی او د دوست هېواد اندونیزیا حکومت او ولس ته د خواخوږۍ مراتب وړاندې کوی.))د لړم ۳۰مه د ریکټر په کچه پنځه اعشاریه شپږ درجې زلزلې د اندونیزیا لوېدیځ جاوا ښار ته سخت ټکانونه ورکړل ،چې له امله یې ۱۶۲ تنه مړه او سلګونه نور ټپیان شول.رویټرز خبری اژانس د جاوا د والی رضوان کامیل له قوله ویلی، چې د زلزلې له امله دغه ولایت کې یو بشپړ کلی تر خاورو لاندې شوی او ښایی د مرګ‌ژوبلې شمېرې له دې هم پورته شی.نوموړی زیاته کړې چې په دې پېښه کې ګڼو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.ویل کېږی چې په مړو شویو کې ډېر قربانیان د ښوونځی زده‌کوونکی او ماشومان دی.د جاوا ښار کې چارواکو ویلی ،چې تر دې مهاله یې د ژغورنې په عملیاتو کې د یاد ولایت له بېلابېلو سیمو څخه ۱۳۰۰۰ کسان خوندی سیمو ته لېږدولی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید