روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

اسلامی امارت:  په افغانستان کې د هند د دېپلوماتیکو هڅو ستاینه کوو

‏د افغانستان اسلامی امارت د هند دغه ګام ستایی چې غواړی په کابل کې د خپل سفارت د ډیپلوماټیکې استازولۍ کچه لوړه کړی، موږ به د امنیت تر څنګ د ډیپلوماتانو خوندیتوب ته هم زیاته پاملرنه وکړو او په چارو کی به ښه همکاری ولرو. ‏افغان حکومت هیله لری چې د دېپلوماتیکې استازولۍ د کچې د لوړېدو او د ډیپلوماټانو په رالېږلو سرہ به د هند او افغانستان اړیکې لا وغوړېږی؛ د هند نابشپړی پروژې به بشپړی او پر نورو حیاتی پروژو به هم کار پیل شی.

په ورته وخت کې ، د هندی دیپلوماتانو یوه ډله کابل کې د دغه هېواد سفارت ته را استول شوې ده. هندی رسنیو دا خبره په بنګلور کې د هغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر اېس جې شنکر له قوله کړې ده. وزیر ویلی: په لومړی ګام کې به یې یوازی دیپلوماتان کابل ته ځی ،چې د بشری او طبی مرستو، واکسینو او پرمختیایی پروژو په برخو کې له افغانانو سره همکاری وکړی. ده ویلی ،چې اوسمهال به سفارت ته سفیر نه  استوی. د هند د بهرنیو چارو وزارت په تېره جون میاشت کې تخنیکی پلاوی کابل ته را استولی و چې بشری مرستې همغږې کړی او دغه راز د هند دیپلوماتیک حضور ته لاره هواره کړی. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د هند د دې ګام هرکلی کړی و او د هغه هېواد تخنیکی ډلې ته یې د دیپلوماتانو خطاب کړی و. هند په تېرو شلو کلونو کې له افغانستان سره په مختلفو برخو کې د سلګونو میلیونو ډالرو په ارزښت مرستې کړې دی. دغه هېواد تېر کال همدا ورځې کابل کې خپل دیپلوماتیک حضور پای ته ورساوه ،خو وروستیو اقداماتو ته په کتو یې اټکل کېږی ،چې غواړی یو ځل بیا افغانستان کې فعال دیپلوماتیک حضور پیل کړی.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید