د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
هیواد ورځپاڼه (چهارشنبه، ۸ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
د اسلامی امارت په مشرۍ د افغان سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت په بهرنیو اسعارو د ځمکو، کورونو، دوکانونو، اپارتمانونو، وسایطو او وسائلو کرایه، ګروی او پلور باندې بندیز لګولی دی.
یاد وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ټینګار کړی دی چې د دې پرېکړې د تطبیق دوامداره څارنه کوی او سرغړونکو سره به یې سخت چلند کېږی.
د دغه وزارت په خبره، دا پرېکړه یې د افغانۍ د ارزښت ساتلو لپاره کړې ده او هر هغه څوک چې له دې پرېکړې سرغړونه کوی سخت قانونی چلند به ورسره وشی.
باید وویل شی چې تر اوسه پورې د ځمکو، کورونو، دوکانونو، اپارتمانونو، وسایطو او وسائلو کرایه، ګروی او پلور ټول په ډالرو باندې کېدل. د کتوونکو په باور د اسلامی امارت وروستی پریکړه د افغانیو د ارزښت په ساتلو کې مهم رول لوبولی شی.