روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

اسلامی امارت له غربی نړیوالتوب سره په مبارزه کې !!

محسن سعود

د غربی مخ پر زوال ډیموکراسۍ او سیکولرۍ لاهی او واهی مبهمه فلسفه او پر بنسټ یې د یو پاخه سیکولر او ډیموکراټ د ژوند په ټولو ډگرونو کې ورته را منځته کړی ابهامات او نیمگړتیا وې؛ زموږ د خپلوانو یوه وړه ډله ډېر ښه انځوروی او کله هم چې د غرب، ډیموکراسۍ او د هغو د ځانگړو اصطلاحاتو او تر دې اصطلاحاتو لاندې جزئیاتو اړوند څه را منځته کېږی، د همدې ډلې له لارې یې عملی تمثیل ته پر کتو اړوندې څېړنې، تحلیل او ارزونې اسانې او پر اسانۍ یې پر اثبات هم رسولای شو. غربی ډیموکراسۍ د پلان او د هغه د عملی کېدو د لارې د ځانگړو اصطلاحاتو له مخې خورا پراخه او همدغه پراخی یې له خپلې کچې سره سمه پکې د ابهام لامل هم ده، چې د جزئیات یې له یو او بل سره ټکر او د ژوند د تگلارې په توگه یې له بلا پوښتنو او اندېښنو سره مخ کړې. د د غو پراخو اصطلاحاتو په برخه کې که غرب د خپلو پالیسیو له مخې او په ځانگړې  توګه د بشریت په پلمه د کفری او اسلامی ملت ترمنځ بلا توپیر پر له منځه وړلو او سره تړلو په نړیواله کچه د نړیوالتوب له ټولو کارنده اصطلاح لری؛ یاده ډله هم په سیمه ییزه او کلیواله کچه د رښتونی مسلمان او ډیموکراټ ترمنځ د توپیر په له منځه وړلو او یا د مسلمان په منزوی او گوښه کولو سره د خلکو، کلیوالو، قوم، خپلوۍ او کورنۍ اصطلاح لری ،چې په پلمه یې ځینې حرام حلال او حلال حرام گرځوی، حقونه تلف کوی، شخصی حریمونه ماتوی، لاسوهنې کوی او د اسلام او مسلمانانو په وړاندې ترسره کړی جنایات په یو ډول توجیه او پټوی چې پرې هر رښتونی مسلمان ورسره په ټکر او مبارزه کې راځی.

یوهاوونۍ وړاندې د هلمند دکجکۍ بند د دوهم فاز پرانیست غونډې ته په وینا کې ملابرادر آخوند وویل: نړیوالو زموږ هېواد جوړ نه کړ، بلکې وران یې کړ، اوس موږ خپله د خپل هېواد پر جوړولو لگیایو، د یادې ورانونې یوې لارې ته په اشاره نوموړی زیاته کړه: موږ ته داسی یو غربت ځپلی نظام او اداره په میراث را پاتې ده، چې چارواکو یې له خپل ځان، کورنۍ او جېب پرته ملت او ولس ته هېڅ کار نه دی کړی. په داسی حال کې چې د ټولې نړۍ هېوادونه ورسره ولاړ وو. نوموړی د خبرو په دوام کې زیاتوی: موږ د ټولو نړیوالو له شویو مرستو مننه کوو…د هېچا مرستې نه منع کوو، بلکې مننه ترې کوو…د ملا برادر څرگندونو ډېر مثبت ټکی لرل، خو دغه چې د نړۍ او نړیوال کلمې لری زما د موضوع سرچینه ده او ملابرادر هم یو ځای ترې په یادونه تر یو ځایه څرگندوی چې اسلامی امارت یې زموږ له بېلارې-بې دینه کوونکی-د ارزښتونو او علیا گټو گواښوونکی نړیوالتوب سره په مبارزه کې دی، د نړیوالو له خوا د هېواد تېرې ورانونې که په هره بڼه وې؛ ټولې نړۍ لیدل چې اسلامی امارت ورسره په مبارزه کې و او اوس یې بیاهم موږ د بیا جوړونې په شکل ځکه ورسره په مبارزه کې یو ،چې نړیوال خو یې بیاهم د خپل نړیوالتوب او زموږ د بشریت په پلمه د بندیزونو، فشارونو او له هرې ممکنې لارې او په ځانگړې توګه د پرمختگ د مخنیوی هڅو په بڼه یې ورانولو ته دوام ور کوی. بیا ملابرادر د نړیوالو او نړیوالتوب تزویر، د غولونې هڅو او په اوړو کې د مالگې برابرې ښېگڼې ته پر کتو ترې مننه هم کوی چې ښیی: نړیوالو که له یوې خوا زموږ هېواد وران کړ او لا یې ورانوی، له بلې خوا په ښکاره د تزویر او غولونې په موخه مرستې هم کوی چې په خپله گټه را څرخولو سره یې په وړاندې مبارزه هم باید بالمثل دوه گونې وی.

له دې پرته د نړیوالتوب-بشری حقونو-بیان آزادۍ او نورو پلمو له لارې زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنو، د دوحې له تړونه سرغړونو او زموږ د گران هېواد او درانه ولس فرهنگی-سیاسی-اقتصادی ازادی او خپلواکی گواښلو چې ټول د غربی نړیوالتوب ترسیوری لاندې ترسره کېږی؛ په وړاندې د اسلامی امارت پالیسۍ او عملی گړندی گامونه په افغانستان کې د غربی نړۍ-نړیوالتوب او د هغه زېږنده مخ پر هوارېدو لوږې، بېکارۍ، خپلمنځی مروریو، او… پدیدو په وړاندې د یوې پرېکنده مبارزې په مانا دی چې الحمدلله ترډېره پکې پرمختگونه رامنځته شوی او د هرې غربی اصطلاح او ستراتیژۍ په مخ کې د پام وړ گامونه اخیستل شوی او لا اخیستل کېږی. غربی نړیوالتوب د بشریت تر ډنډورې لاندې د خپلو گټو لپاره مادی ترزیق، جگړې او د ځان په تمه کولو سره زموږ له لاسه کاری وسایل او فرصتونه واخیستل، چاته یې جنازې ور په اوږو کړې چې د یوې غرمنۍ او ماښامنۍ بشری مرستې پلمه یې شی، چاته یې وسلې او ډېرو ته یې هم کچکولونه ور په غاړه کړل چې بیا نو کلونه او عمرونه د همدې غرمنۍ او ماښامنۍ لپاره ترې کتار ور جوړ وی، په اصطلاح بشری مرستې ترلاسه کړې یانه، خو ورته په تمه کېنی او خپل کولنگ او بېلچه پورته نکړای شی چې بیا به یې د نړۍ دغه بې ساری له زېرمو-اقتصادی زور-زر ډک هېواد کې داسی لارې چارې ته پام او مخه کړې وی ،چې د بشری خواخوږۍ، له کومه اړخه یې د ژوند له گواښ سره د مخ کېدو او وروسته پاتې والی پلمې به یې نه جوړېږی او د غربی نړیوالتوب لپاره به سرخوږی وگرځی.

له همدې سره د مبارزې په پار که ځیر شو: په کوردننه د اسلامی امارت د اقتصاد، د کاری فرصتونو رامنځته کولو او د بېوزلۍ له منځه وړلو ځینې پالیسۍ په دې راڅرخی چې څرنگه وگړی د خپل هېواد او ولس په خدمت کې کار ته وهڅوی، را ویې باسی او پرې آموخته او عادت یې کړی؟ ! چې د پلازمینې کابل په گډون ډېرو ولایتونو او سیمو کې د کار په بدل کې خوړو، نغدی مرستو او د ځینو اړینو اجناسو د همکارۍ پروسې ترسره شوې او تازه هم په کابل کې د ښار پاکونې پروسه په کار اچول شوې چې په هرو۱۵ورځو کې د نږدې۷۰۰نویو کسانو لپاره د کار زمینه گرځی او له دې لارې پرې مرستې وېشل کېږی. همدارنگه د بېلابېلو هېوادونو او شرکتونو له خوا او ځینو دولتی پروژو او پانگونې ترسره کېدو په برخو کې ډېرو داسی کسانو ته د کار زمېنه برابرېږی چې په تېر کې بېلابېلو پلمو او خنډونو له بېلچې او کولنگ څخه را گرځولی وو، همداسې د هېواد په پوهنیز، سیاسی، فکری، فرهنگی او تبلیغاتی بهیر کې د غربی نړیوالتوب د باکتریاوو او وسائلود له منځه وړلو لپاره اسلامی امارت لاس په کار دی، ترڅو ورسره د کلکې مبارزې له لارې ټولنه ترې پاکه او د یوې سوچه اسلامی او افغانی پرمختللې ټولنې بنسټ په اېښودو سره افغانستان د اسلامی تمدن له لارې د یو غوره نوښتگر هېواد په توگه نړۍ ته ور وپېژنی. پر همدې تکل او تلوسه.

ممکن است شما دوست داشته باشید