روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

اسلامی امارت : داعش د امریکا پروژه وه او د اشغال سره له منځه تللې

د افغانستان د اسلامی امارت ویاند په افغانستان کې د داعش ډلې د پراختیا په اړه د امریکا د مرکزی قوماندانۍ د قوماندان څرګندونې رد کړې. ډاکتر نعیم د جنرال کنټ مکنزی څرګندونې د استخباراتی پروپاګند تر څنک یادې ډلې ته یو ډول کمپاین بللی دی.ده دغه ډله د اشغالګرو (امریکا) یوه استخباراتی پروژه بللې ، چې په خبره یې د اشغال له ختمېدو سره په بشپړ ډول له منځه تللې ده او اوس مهال دا ډله د هیواد په هېڅ ګوټ کې فزیکی حضور نه لری. نعیم څرګنده کړې ، چې دوی خپل ملت، ګاونډ او نړۍ ته ډاډ ورکوی، چې داعش ډله نوره  په افغانستان کې کومه د اندیښنې وړ موضوع نه ده. د یادونې وړ ده چې د امریکا د مرکزی قوماندانۍ قوماندان جنرال کنټ مکنزی ویلی و، چې داعش ‌ډله په افغانستان کې د پراختیا په حال کې ده او ممکن په راتلونکی کې پر امریکا او متحدینو یې بریدونه هم وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید