روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

اسلامی امارت خپلو سرتېرو ته د صورت او سیرت جوړولو سپارښتنه وکړه

د ملی دفاع وزارت وایی ،چې د لوی درستیز د مرستیال په مشرۍ د امنیت او حمایې لوا کې اصلاحی غونډه جوړه شوه چې په کې امنیتی سرتېرو ته د خپل صورت او سیرت د جوړولو سپارښتنه وشوه. د دغه وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، د لوی درستیز مرستیال حاجی مالی خان ((صدیق)) د ستر درستیز د امنیت او حمایې لوا د جزوتامونو له مسئولینو او مجاهدینو سره په اصلاحی غونډه کې ګډون وکړ او امنیتی سرتېرو ته د توصیې ترڅنک یې ورته د اسلامی شریعت په چوکاټ کې د سیرت او صورت جوړولو سپارښتنه وکړه او د مشرانو د حکمونو پر اطاعت یې ټینګار وکړ. خبرپاڼه کې راغلی، په دې کتنه کې د ملی دفاع وزارت د عقیدتی او فرهنګی چارو رئیس مولوی نور محمد متوکل هم د مجاهدینو د سیرت او څېرې پر اصلاح او د امیرالمؤمنین د سپارښتنو او ارشاداتو پر عملی کولو ټینګار وکړ.

ممکن است شما دوست داشته باشید