د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
هیواد ورځپاڼه (چهارشنبه، ۸ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
د اسلامی امارت په مشرۍ د افغان سرپرست حکومت د رئیس الوزرا مرستیال ملا “عبدالسلام حنفی” ویلی چې په کابل کې د علماوو د سترې غونډې لپاره چمتووالی پای ته رسېدلی دی خو د یو شمېر ولایتونو څخه د علماوو د پر وخت نه رسېدو له امله دغه غونډه له نن چهارشنبې څخه سبا ورځې ته ځنډېدلې ده.
حنفی ټینګار کړی دی چې دا غونډه به سبا پیل شی او د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه به پکې ۳۰۰۰ دینی عالمان او قومی مخور ګډون وکړی. ټاکل شوې وه، چې کابل کې د دینی علماوو لویه غونډه نن چهارشنبه د چنګاښ په ۸ مه نېټه پیل شی، خو اوس دا ناسته سبا ورځې ته ځنډېدلې ده.
باید وویل شی چې تر اوسه د دې سترې غونډې د اجنډا په تړاو معلومات نه دی رسنیز شوی؛ خو اټکل کېږی چې موخه به یې پر داخلی مشروعیت سلا مشورې او له اوسنیو ستونزو څخه د افغانستان پر را ایستل کېدلو باندې خبرې وی.