روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

اسلامی امارت او له نړۍ سره د اړیکو نوی فصل

څه د پاسه درې میاشتې وشوې، چې اسلامی امارت واک ته رسېدلی، افغانستان اوس خپلواک او ازاد هیواد دی، کورنۍ او بهرنۍ پالیسۍ پخپله افغانان جوړوی، د فصل او وصل نقطې د بهرنیو له فشاره پرته ټاکل کیږی، دینی او ملی ارزښتونه له بل هر وخته ښه خوندی دی او د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره د ملی ګټو پر بنسټ د اړیکو نوی فصل رامنځته شوی دی.

نوی افغان حکومت هڅه کوی چې له  نړۍ سره اقتصادی او ډیپلوماتیکې اړیکې ولری، خو د اشغال له وخت څخه په لوی توپیر، هغه مهال هم افغانستان له نړۍ سره اړیکې درلودې؛ مګر هر څه د اشغالګرو او په اصطلاح مرسته کوونکو هیوادونو او سازمانونو په خو ښه او د هغوی د ګټو پر محور راڅرخېدل.

خو نوی حکومت له یو ازاد، خپلواک او  سیال هیواد څخه د استازی په توګه غواړی د امریکا په ګډون له ټولې نړۍ سره د خپلو ملی ګټو پر بنسټ ولاړې  او متقابلې اړیکې ولری. اوس به نړۍ سره تعامل د بادار او اجیر په ډول نه، بلکې د سیال او هم مثل هیواد په توګه ترسره کیږی. او افغان ځواکونه به نور د بهرنیو هیوادونو د ګټو او امنیت لپاره نه، بلکې د خپل هیواد د ارضی تمامیت او ثبات لپاره هڅې کوی.

د دغه ډول اړیکو د ایجاد لپاره اسلامی امارت خپلې هلې ځلې څو برابره زیاتې کړی دی او د اوونۍ په پیل کې د قطر پلازمینې دوحې ته د بهرنیو چارو د وزیر په مشرۍ د لوړ رتبه هیئت د سفر موخه هم د همدغه ډول اړیکو جوړول ښودل شوی. په دغه سفر کې د امریکا او اروپایی هیوادونو له استازو سره بحثونه شوی او هیله شته چې نړۍ به افغانستان د یو خپلواک او ازاد هیواد په توګه په رسمیت وپیژنی.

څو ورځې وړاندې رییس الوزراء ملا محمد حسن اخند هم په خپله وینا کې  له نړۍ سره د اړیکو د نوی فصل پر ایجاد ټینګار کړی و او په وینا یې نوی افغان حکومت د هیڅ هیواد د امنیت او ګټو لپاره ستونزې نه جوړوی او نه هم د نورو په چارو کې لاسوهنه کوی؛ خو د سیمې او نړۍ له هیوادونو څخه هم د ورته تعامل او اړیکو غوښتنه لری.

رښتیا هم له نړۍ سره وصل افغانستان د افغان ملت او نړۍ اړتیا ده او منزوی افغانستان د ټولو په زیان، خو ددې معنا هیڅکله داسې نشی کېدلی چې افغانان دې نړۍ سره اړیکې د خپلو ګټو او ارزښتونو په قیمت وپالی، د څو ډالرو په بدل کې دې د هیوادونو او سازمانونو هره غوښتنه ومنی، بلکې موږ داسې اړیکو او تعامل ته اړتیا لرو چې زموږ ارزښتونه او ګټې یې ایجاب کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید