روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

اسلامی امارت؛ په اسلامی نړۍ کې د نوښت پېلامه !!

محسن سعود

زموږ د خپلوانو یوه وړه پنځه کسیزه ډله چې له دریو وروڼو او دوو(مېرمنیزو)خویندو تشکیل شوې؛ د غربی ډیموکراسۍ په آئینه کې امریکا له خپلو ټولو چارواکو او ستراتېژیو سره راته تمثیلوی، له وخته مې لا په کراتو دا ویلی چې هغه پر نورو خپلې ستراتېژۍ تپی او د هغې هم د یواځینی تور په توگه دا ټاپه ډېره مشهوره ده چې زه د چا(د دوی تحمیلی ستراتېژۍ)نه منم، له خپلې خبرې(ارزښت او لومړیتوبه)نه اوړم او د ستراتېژۍ تپلو په لړ کې دغه ډله لهخپلو تر ټولو نږدې خپلوانو مال، عزت او ځان څه چې له خپلو هغو هم مخ نه اړوی، خو له امریکا سره په همدې مشترک کې پرتلې ته مې تازه د سعودی ولیعهد بن سلمان پام واړاوه، بس خورا راته اسانه شوه چې د امریکا دغه ناکامه پالیسی ښه پر شد او مد درک کړای شم، ژر او ژور هغه مهال ته لاړم چې د خاشقجی په قضیه کې د امریکا دپخوانی ولسمشر ټرمپ څرگندونو بن سلمان له وارخطایۍ، گنگستیا او نه هیلۍ سره مخ کړی و، بیا مې ذهن داسې نېغ هغه راپور ته برابر شو چې د سپتمبر۱۱مې پېښه کې د سعودی پر ښکېلتیا او په اړه یې څېړنو باندې راڅرخېده او دا ډول ډېر نور څه او په ځانگړې ټوګه هغه مهال مې سترگو ته نېغ ودرېد چې ټرمپ ښاغلی بن سلمان ته د دړو له لارې خپل پلان ښیی او سعودی ته د خپلو ځواکونو دلېږلو په مزد کې ترې د سلگونه میلیارد ډالرو غوښتنه داسې په زغرده کوی لکه چې هرڅه یې خپل، خو د یو حاضر باش مزدور پر لاس یې ور کړی وی چې په خواشینۍ سره بن سلمان هم ورته د هوکړې پر دود سر ښوروی. له ښې مرغې او د افغان جهاد له برم او برکته نن بن سلمان هماغسې په زغرده بایډن ته وایی: د امریکایانو(ستاسو)یوه ستره تېروتنه دا ده چې خپلې ستراتېژۍ پر نورو ور تپی، خو اوس د افغانستان او عراق له جگړو او هلته بې شمېره مالی زیانونو څخه مو دومره زدکړه باید کړې وی چې هرڅوک خپل ارزښتونه او لومړیتوبونه لری او باید درنښت یې وشی(که یې ونکړئ، بیاهم پرې د هغو پر ځای خپلې ستراتېژۍ او لومړیتوبونه تپئ او یاده زدکړه نه کوئ؛ پاتې حیثیت به مو هم د افغان او عراق جگړو له برخلیک سره مخ کړئ).

تر دې وړاندې هم پر اوکراین د روسیې له برید لږ موده وروسته ځینو سرچینو خبر ورکړ چې د ټلیفون په لیکه سپینې ماڼۍ پرلپسې یوه اوونۍ هڅه وکړه د اوکراین په اړه د سعودی چارواکو نظر او ملاتړ راخپل کړی، خو ونه توانېده. اوس پوښتنه داده چې نږدې یونیم-دوه کاله مخکې او اوس وروسته دا دومره توپیر ولی؟ ځواب یې بن سلمان بایډن ته په کړې لارښوونه کې کوی چې د افغانستان بایللې جگړه او د هغې مالی زیانونه یې ور یاد کړی او د مخالف مفهوم پر بنسټ د غرب په وړاندې زموږ د جهاد برم، برکت او ښمر ښیی. بایډن او په ټوله کې غرب ته د بن سلمان له دغې بې سارې لارښوونې به هرڅوک له بېلابېلو زاویو او له خپل فن سره سم برداشتونه او انگېرنې کوی، خو فکر کوم ډېر اړخونه یې پیغام پیغام او زېری زېری دی، د امریکا پر زوال سربېره یې یو پیغام دا هم دی چې د اسلامی نړۍ واکمنان اوس پوهېدلی: لکه څرنگه چې غرب او په سر کې یې امریکایان د خپلو ستراتېژیو او لومړیتوبونو تپلو کې له ماتې سره مخ او په ټوله نړۍ یې خپره وېره پرې له منځه لاړه، پر نورو تپلی هرڅه یې هم همداسې له منځه تلونکی او چاته د منلو او پلی کولو وړ نه دی، اسلام او اسلامی ارزښتونه او لومړیتوبونه پرې بریمن او په پایله کې هر چاته د یواځینی غوراوی په توگه خپل ارزښتونه او لومړیتوبونه ورپاتې دی چې هم یې باید د خپلو ځانگړو ارزښتونو او لومړیتوبونو په حیث وپېژنی، هم یې خپله وپالی او هم ورته نور په درنښت قائل کړی.

دا چې د بن سلمان اشاره کومو دوه لوریزو ارزښتونو او لومړیتوبونو ته وه؟ د حرمینو، د وحې د نزول د سپېڅلی ټاټوبی په توگه د سعودی پاکې خاوری او د نړۍ د ټولو مسلمانانو د قبلې او لومړۍ-وروستۍ مرجع په حیث دغه هېواد، آل سعود ولس او بن سلمان ارزښتونه او لومړیتوبونه د اسلام مقدس دین، د هغه لارښوونې او په رڼا کې یې د هېواد او ولس ۱۴۴۳ګلن لرغونی اسلامی کلتور-دودونه-عنعنات کېدای شی او له دې امله چې د ټولې اسلامی نړۍ ارزښتونه او لومړیتوبونه له شرعی پرېکړو سرچینه اخلی؛ سعودی یې د پلازمېنې مثال لری او ډېر ارزښتونه او لومړیتوبونه یې د ټولو اسلامی هېوادونو د ارزښتونو او لومړیتوبونو گډ ټکی او سرې کرښې دی. په وړاندې یې د بایډن او امریکایانو ارزښتونه او لومړیتوبونه غربی ډیموکراسی او منځلاری اسلام، مادی مالی-سیاسی گټې، پر نړۍ او اسلامی هېوادونو خپل راج او پر بنسټ یې ډېر نور څه چې ورته د خپلو ځانگړو اصطلاحاتو کارولو یې په پرلپسې ډول پر نورو د تپلو تېروتنه کوی او ښایی بن سلمان لا له وړاندی پوهېده چې بایډن په همدې ډول خپلو ارزښتونو او لومړیتوبونو پسې پر پخوانی احساس را روان دی.

د آل سعود په وینا چې هغوی له امریکا سره د۱۳۰کاله یارانې سابقه لری او بیا د بن سلمان په مشرۍ یې په وروستیو کې د امریکایی منځلاری اسلام او د هغه پر بنسټ په ملی، سیاسی او کلتوری کچه ستر گامونه اخیستی او د امریکا گڼې ستراتېژۍ، ارزښتونه او لومړیتوبونه یې عملی کړی چې پرې نوموړی هغو ته د یادې مودې له ټولو متعهد چارواکی پېژندل شوی، په دې لاره کې ورته وخت په وخت خنډ برېښېدلی سلگونه دینی عالمان یې زندانونو ته اچولی، د منځلاری اسلام د امریکایی نظریې رامنځته کېدو سره یې د سلفیت نظریه لغوه کړه چې د تاریخی شالید له مخې هغه هم د اسلام د سرلارو او مسلمانې ټولنې د وېشلو یوه دښمنانه ستراتېژی وه، تېر څه باندې دوه کاله یې د کرونا ناروغۍ په پلمه د کورنیو او بهرنیو وگړو پر عمرې او حجونو بندیزونه او محدودیتونه لگولی وو او دا ډول د بن سلمان ځینې نورې کړنې د یادو ستراتېژیو له مخې اټکل کېدې چې په خوښۍ سره بایډن ته له دې په زړه پوری لارښوونې مخکی مخکی بن سلمان دغه بندیزونه هم لری کړی او ښیی نوموړی عملاً هم خپل ارزښتونه او لومړیتوبونه پېژنی او درنښت ورته لری، نور امریکایی ارزښتونو او لومړیتوبونو ته التزام نکوی او تمه ده په دې لاره کې اخیستی گامونه بېرته پر شا واخلی، بې گناه دینی عالمان خوشې کړی، د دینی او ملی ارزښتونو-لومړیتوبونو-لرغونی اسلامی کلتور-ولسی دودونو-عنعناتو کې رامنځته کړې تشه بېرته ډکه کړی.

که بن سلمان بایډن ته د کړې لارښوونې په رڼا کې خپلې پالیسۍ هم له سره بیا جوړې کړی، د امریکا له دې وضعیته په گټې اخیستنې د هغې د اوبه شوی زور او سرخوړلې بدماشۍ پر اثر او رسوخ په حرمینو کې د مېشتو امریکایی ځواکونو د ستنېدو لپاره گام پورته کړی او له دې لارې په نړیواله کچه د القاعده ډلې د گواښ کمېدو او خپل کور ته د خپلو مرورو وگړو د را ستنولو هلی ځلی وکړی؛ رښتیا به یې هم ارزښتونو او لومړیتوبونو ته په خپله د درنښت ترڅنگ نور هم په درنښت قائل کړی وی او که اسلامی امارت له همدغې امریکا سره د دوه لسیزو خونړی جهاد پر مټ په اسلامی نړۍ کې د دا ډول نوښت پېلامه گرځېدلی؛ بن سلمان به هم پر همدې یو گام د القاعدې د نړیوال گواښ د کنترولولو او خپل لرغونتوب ته د سعودی د پاکې خاوری د ورستنېدو ابتکار په خپل نوم کړی وی چې ډېرې نورې په زړه پوری پایلې به هم ولری. په همدې هیله

ممکن است شما دوست داشته باشید