د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ویاند په حواله انتونې بلینکن، په عین وخت کې اعلام کړی، چې د متحده ایالتونه او اسرائیلو ترمنځ د اړیکو ټول اړخونه پیاوړې کوی. نوموړی همدارنګه له څلورو عربی هېوادونو سره د اسرائیلو د موافقې هرکلی کړی دی.د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن غواړی د منځنی ختیځ په هکله خپل سیاست کې تغییر راولی. د نوموړی حکومت له فلسطینیانو سره هغه مالی مرستې، چې د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ترمپ ځنډولې وې، له سره پیل کړی دی. بایډن څو ورځې مخکې واضحه کړې وه، چې د اردن د رود لوېدیځه غاړه یې د اسرائیلو په وسیله د ((اشغال شوې)) سیمې په توګه طبقه بندی کړې ده. د امریکا ولسمشر همدارنګه د اسرائیلو د ښار جوړونې په برخه کې د ډونالډ ترمپ پر سیاست نیوکه وکړه، خو بلینکن د روان کال په جنورۍ میاشت کې اعلام وکړ ،چې واشنګټن به د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس په رسمیت پیژندلو ته دوام ورکړی.