د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
په افغانستان کې د ماموریت پر مهال ځینېواسترالیایی ځانګړو ځواکونو یوازې وژل پېژندل. په استرالیا کې د استرالیایی ځواکونو د محکمې عینی شاهد ویلی: د ځانګړو ځواکونو ځینو غړو ورته ویل، چې دوی یوازې وژل پېژنی. دغه عینی شاهد چې په افغانستان کې د ماموریت پر مهال د پوځ غړی و، وایی: د استرالیا ځانګړو ځواکونو په وحشیانه توګه ملکی وګړی په نښه کول او د دې وژلو امر یې هم له خپلو ځینو افسرانو اخیست. استرالیایی پوځیان بیا وایی ،چې دا د دوی پر وړاندې د رسنیو پیل شوی تبلېغات دی او هېڅ ډول سند په دې اړه نشته. له دې وړاندې د بشری حقونو ګڼو فعالو بنسټونو او استرالیایی رسنیو په خپلو راپورونو کې په افغانستان کې د استرالیا د ځانګړو ځواکونو له وحشیانه کړنو، د ملکی وګړو له وژلو او نورو جنګی جنایتونو پرده پورته کړې وه. په همدې تړاو په استرالیا کې د ځینو هغو سرتېرو او افسرانو محاکمه روانه ده، چې په دې جنایتونو کې یې لاس درلود.