روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

اساسی قانون اجازه نه ورکوی چې د خلکو پر حقونو معامله وشی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رییس محمد اشرف غنی وړم مازدیګر د جمهوری ریاست دویم مرستیال د ټاکنیز دفتر غړو سره وکتل. په دغو مراسمو کې چې په همدې موخه د ارګ په سلام خانې ماڼۍ کې جوړ شوی وو، د جمهور رییس دویم مرستیال او یو شمېر مشرانو حضور درلود، جمهور رییس په خپلو خبرو کې وویل: زموږ د ټولو مشترک پیوند، د شهروندۍ پیوند دې او د جمهوری ریاست مقام خلکو، ملت او د افغانستان هر وګړی ته د خدمت مقام دی. ده زیاته کړه: موږ ټول واضح اجماع لرو ،چې د تېر وخت د تکرارېدو اجازه نشو ورکولای او موږ د راتلونکی محور یوو. هزاره توب نه یواځې دا چې جرم نه دی، بلکې ویاړ دی؛ موږ واحد ملت یوو او هېچاته د افغانانو د وېش اجازه نه ورکوو. د هېواد جمهور رییس د خلکو د رایو او د دوی د کمپاین د طریقې قدردانی وکړه او وې ویل: ستاسې رایې، راتلونکی لیدونکی، برنامه او ملت محوره وې. جمهور رییس غنی پر دې په ټینګار سره چې د قانون حاکمیت د ستونزو د حل اساسی لاره ده وویل: اساسی قانون د دې اجازه نه راکوی چې د خلکو پر حقونو دې معامله وشی، ټاکنې د ملت اراده تمثیلوی، زموږ لپاره د قانون حاکمیت او جمهوریت سره کرښه او د معاملې وړ نه ده، ځکه جمهوریت موږ پر شهروند بدلوی. جمهور رییس د لویو لارو په ځانګړی ډول د بامیان- وردګو، جاغوری – قره باغ او دره صوف- مزار شریف لویو لارو د امنیت ټینګښت ته په اشارې وویل: مدون امنیتی برنامه تر لاس لاندې ده او دغې برخې ته به جدی پاملرنه وشی. زموږ امنیتی او دفاعی قواوې له دفاعی حالته تعرضی حالت ته راغلی او موږ د مرکزی افغانستان د جغرافیې د زندان د ماتېدو په حال کې یوو. ده وویل: د هغو ولسوالیو لپاره چې له متوسط یا لوړ ګواښ سره مخ دی، زموږ اساسی طرحه د امنیت تغییر دی او څرګنده یې کړه: د اداری واحدونو تعدیل زموږ د برنامو جز دی، خو زیات وخت او فرصت ته اړتیا لری. جمهوررییس وویل: په ۸ اقتصادی زونونو د افغانستان وېش کولای شی انکشافی او بودجوی عدالت تامین کړی. ده زیاته کړه: زموږ صاداراتو او وارداتو په اساسی ډول تغییر کړی او صادراتی منابع زموږ د پام وړ ګرځېدلی دی. جمهوررییس د خپلو خبرو په پای کې برېښنا، وسپنې پټلۍ او د فولادو فابریکو جوړولو ته په اشارې وویل: د حاجی ګک کان په دوه کلونو کې انکشاف کولای شی، خو د هغې د وسپنې او ‌ډبرو سکرو پر منابعو دې تمرکز وشی او باید په دې اړه اساسی پلان جوړونه وشی. په دغو مراسمو کې د جمهوری ریاست دویم مرستیال قانونپوه سرور دانش په خپلو خبرو کې وویل: د ټاکنیزو سیالیو پر مهال مو په ۲۰ ولایتونو کې فعالیت درلود او لوړو ملی موخو ته د رسېدو په موخه مو ګډ او متمرکز کار کړی او دغه همکاری به دوام ومومی. ده زیاته کړه : د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې دولت جوړونکی ټیم یواځینی ټیم و، چې خلکو د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره اګاهانه انتخاب کړ او په دې باور وو، دولت جوړونکی ټیم د ټولو انتخاباتی ټیمونو په منځ کې یواځینی ټیم دی چې برنامه لری او د هېواد د آبادولو لپاره هڅه کوی، همداراز د تصمیم او عمل اهل دی. د جمهوری ریاست دویم مرستیال څرګنده کړه: د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې د سیاسی ګوندونو نخبه ګانو، فرهنګی بنسټونو، ولایتی شوراګانو او د پوهنتونونو استادانو فعالیت درلود او موږ په خپلو ټولو برنامو کې د خلکو خبرو ته غوږ اېښی او هڅه مو کړې،چې د خلکو تر منځ د نفاق زمینه برابره نه شی. ده زیاته کړه: موږ د ملت جوړونې لپاره همدلۍ او ملی یووالی ته اړتیا لرو او د ټاکنو کمېسیون څخه غواړو چې ژر د ټاکنو پایلې اعلام کړی. په دغو مراسمو کې ډاکټر امان الله فصیحی، معصومې حسنی او ډاکټر عوض علی سعادت د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د لویو لارو د امنیت د خوندیتوب، زېربناو، د اداری واحدونو د تعدیل، سړک، برېښنا، ښې حکومتولۍ په دولتی بستونو کې د نویو ظرفیتونو څخه د استفادې په برخو کې یې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له جمهوررییس سره شریک کړل.

ممکن است شما دوست داشته باشید