د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د ازبکستان د باندنیو چارو وزیر وایی، هېواد به یې د سولې تر څنګ په ټولو برخو کې له افغانستانه خپل ملاتړ ته دوام ورکړی.عبدالعزیز کاملوف په تاشکند کې خبری غونډې ته هیله مندی ښودلې چې د سولې روانې هڅې به بې ځایه نه ځی.هغه زیاته کړې، هېواد به یې تل له افغانانو وروڼو ملاتړ کوی، خو په وینا یې هیله من دى چې د ازبکستان هڅې هم له پامه ونه غورځول شی: (( د افغان دولت او مخالفانو تر منځ یې د مذاکراتو پیلېدو ته هیله مندی شته، ښه خبره دا ده چې د افغان سولې په تړاو په سیمه ییزه او نړیواله کچه اجماع رامنځته شوې ده.))هغه ویلی ، په افغانستان کې له ۴۰ کلونو راهیسې جګړه روانه ده مګر اوس نوی فرصتونه رامنځته شوی او په لومړی ځل ښکېلو غاړو مذاکراتو ته غاړه اېښې ده: (( موږ په دې باور یوو چې دا غونډې به بالاخره نتیجه ورکړی، له مذاکراتی غونډو پرته بله لار هم نه شته، ځکه موږ نه شو کولى چې بحران د وسلې په زور حل کړو.))کاملوف ویلی، د افغان سولې په رابطه د ټولو غونډو هرکلى کوی او تر بل هر چا به ازبکستان د افغان سولې زیات ملاتړ وکړی.