د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ژر تر ژره پر افغان خاوره د پاکستانی پوځیانو د راکټی بریدونو د درېدو غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی که پاکستان دا کار ونه کړ، دوی به یې هم ځواب ورکړی.په دې اړه د ارګ مرستیال ویاند دواخان مینه پال وایی: افغان امنیتی او دفاعی ځواکونه چمتو دی چې د تجاوزګرو فعالیتونو په کلکه مخنیوى وکړی.پاکستان د ځایی چارواکو له قوله د کونړپر ناړۍ ولسوالۍ له دوه ورځو راهیسې جګړه پیل کړې او افغان خاورې ته د توغندیو په راویشتلو یې تر اوسه لږ تر لږه ۳ مېرمنې شهیدانې کړې او ۶ نور ملکیان یې ژوبل کړی دی.افغان ځایی چارواکی وایی: پاکستان غواړی، د ډیورنډ له فرضی کرښې هم راواوړی او د آزاد افغانستان په خاوره کې پوستې جوړې کړی، خو ارګ بیا وایی: له پاکستانه یې بیړنۍ غوښتنه ده چې پر ډیورنډ کرښه خپل فعالیتونه او راکټی بریدونه ژر تر ژره ودروی.د ارګ د مرستیال ویاند دواخان مینه پال په وینا: کابل هڅه کوی چې دا مسئله له دیپلوماتیکو لارو چارو حل کړی، خو په وینا یې که اړتیا شوه افغان ځواکونه د خپلو خلکو دفاع کولی شی او ورته چمتو هم دی.دا په داسې حال کې ده چې پاکستان نه یوازې له څو ورځو راهیسې ، بلکې له مودو راهیسې پر افغان خاوره راکټی بریدونه کوی.د ځایی چارواکو په وینا، همدا تازه پاکستانی ځواکونو په میاشت کې ۷۰۰ توغندی پر افغان خاوره راتوغولی دی.