د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
ارګ، کابل: افغان حکومت د سىاسی ګوندونو، ائتلافونو او د مدنی ټولنې د فعالانو د پلانونو، وړاندىزونو او طرحو ،چې د هېواد د نافذه قوانىنو او زموږ د خلکو له هىلو سره په مطابقت کې وی، هرکلى کوی.په تېرو نږدې څلورو کلونو کې حکومت په بېلابېلو ملی او نړیوالو موضوعاتو کې له سىاسی ګوندونو، جهادی او سىاسی شخصىتونو سره سلا مشورې کړی دی او د هېواد جمهورریىس به په نږدې راتلونکی کې له هغوى سره د ملی مسائلو په هکله غونډه ولری.د دغو سلا مشورو پر مهال تل په دې ټىنګار شوى ،چې برنامه محوره ائتلافونه او سىاسی جرىانونه د ملی برنامو د تحقق په لاره کې ګټور تمامېدلى شی.حکومت په روانو شراىطو کې چې سوله او ټاکنې ورته د دوو ملی لومړىتوبونو په توګه قرار لری، د حکومت او د فعالو سىاسی جرىانونو ترمنځ د ګډ بحث موضوع ته درناوى کوی او په دې باور دى چې د سىاسی ګوندونو او شخصىتونو ګټورې طرحې او رغنده لىدلوری له خلکو او حکومت سره په دې برخو کې مرسته وکړی.موږ د سىاسی پراختىا په ډګر کې حوصلې، پراخ نظر او په هوار مىدان کې مثبت رقابت ته اړتىا لرو او د افغانستان خلک به د ټاکنو په موضوع کې د ټولو په اړه قضاوت وکړی او له دغه قضاوت څخه به ټول زده کړه وکړی.