د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
ولسمشرۍ ماڼۍ وایی: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ډاډ ورکړی، چې د امریکا په ستراتیژۍ کې تغییر نه دی راغلی او د سرتېرو کمول به د افغانستان شرایطو ته په کتو تر سره شی. د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقی پرون پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلی ، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو دغه ډاډ ولسمشر محمد اشرف غنی ته په وروستیو تلېفونی خبرو کې ورکړی دی.مایک پمپیو تېره اوونۍ د افغانستان په اړه د ټرمپ د وروستیو څرګندونو په اړه له ولسمشر محمد اشرف غنی سره تلېفونی خبرې وکړې.د افغان حکومت ویاند صدیق صدیقی پر داسې مهال دغه څرګندونې کوی، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وړمه ورځ ویلی، چې ولسمشر ټرمپ غواړی د امریکا د ۲۰۲۰ م کال تر ولسمشریزو ټاکنو مخکې له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د ویستلو لړۍ پیل کړی.ولسمشر ټرمپ د تېرو ټاکنو په کمپاینونو کې ویلی وو، چې له افغانستان څخه به خپل ځواکونه وباسی او په دغه هېواد کې به خپلې تر ټولو اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېږدی، خو واک ته له رسېدو وروسته یې افغانستان ته نور ځواکونه را واستول او د خپلو قوماندانانو واکونه یې
هم زیات کړل.په افغانستان کې د امریکایی سرتېرو د کمولو راپورونه یو ځل بیا پر داسې مهال راپورته کېږی، چې ټاکل شوې روانه میاشت په دوحه کې د امریکایی او طالب استازو اتم پړاو خبرې پیل شی.د دغو خبرو یو مهم اړخ هم له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو د دواړو لورو موافقه ده چې تر اوسه وروستۍ شوې نه ده.په افغانستان کې دا مهال شاوخوا ۱۴۰۰۰ امریکایی عسکر مېشت دی، چې د ماموریت عمده برخه یې د افغان ځواکونو روزل او تجهیزول دی.په افغانستان کې په تېرو څه باندې ۱۵ کلونو کې شاوخوا ۲۴۰۰ امریکایی سرتېری وژل شوی او زرګونه نور ژوبل شوی دی.