د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
اروپایی ټولنې په افغانستان کې پر روان تاوتریخوالی غبرګون ښودلی دی.د افغانستان لپاره د اروپایی ټولنې ځانګړی استازی رونالد کوبیا په ټوېټ پیغام کې ویلی، چې پر لښکرګاه د طالبانو برید او هلته وروستیو نښتو وښوده، چې تاوتریخوالی نه دی کم شوی. نوموړی وایی: یادو نښتوته په کتو لیدل کېږی، چې په دې برخه کې پر شته هوکړو عمل نه کېږی.کوبیا ویلی روان تاوتریخوالی سره له دې، چې باید وغندل شی د دې اړتیا ده ،چې پر وړاندې یې عملی اقدامات وشی. د نوموړی په خبره ټولو اړخونو ته په کار ده چې دغه تاوتریخوالی وغندی او تر څنګ یې د دوام د مخنیوی لپاره عملی او کوټلی ګامونه اوچت کړی.اروپایی ټولنې داسې مهال د طالبانو له لوری د تاوتریخوالی پر دوام اندېښنه ښودلې ،چې دوی د سولې د بهیر ملاتړی دی او د دوحې د هوکړې ملاتړ یې هم کړی دی.