د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د اروپایی شورا مشر شارل میشل وایی: اروپایی ټولنې په اروپا کې د کورونا ضد واکسین د تولید پر زیاتولو موافقه وکړه.د اروپایی ټولنې د ۲۷ غړو هېوادونو مشرانو وړمه ورځ په انلاین سرمشریزه کې له کورونا وبا څخه د خلاصون پر لارو چارو خبرې وکړې.د اروپایی کمېسیون مشرې اورزولا فن دیر لاین په ټوېټ کې ویلی: (( اروپایی ټولنې له ډسمبر میاشتې راهیسې ۳۳ هېوادونو ته د واکسین ۷۷ میلیونه دوزه صادر کړی دی.))اروپایی ټولنه بېلابېلو برخو ته د واکسین نږدې ۸۸ میلیونه دوزه د رسولو په حال کې ده، تر ۱۸ میلیونو او ۲ لکو ډېرو کسانو ته دغه واکسین لګول شوی دی.