د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
اروپایی ټولنې په مدیترانه کې د ترکیې په پارونو او یو اړخیزو اقداماتو کلکه نیوکه کړې.د مدیترانې سمندرګی په ختیځ کې د تېلو زېرمې د ترکیې او د اروپایی ټولنې د دوو غړیو یونان او قبرس تر منځ سختې لانجې رامنځته کړی.د اروپایی ټولنې مشرانو په بروکسل کې د دې لانجې په اړه بحث کړی دی. ترکیې سره له دې چې نړیوالې ټولنې ترې غوښتی د مدیترانې له ختیځه ووځی یو وار بیا خپله لویه بېړۍ دغو اوبو ته ورلېږلې ده.د اروپایی ټولنې د ۲۷ غړیو هېوادونو مشرانو په د وړمې ورځې په غونډه کې ګډه اعلامیه صادره کړه.په ګډه اعلامیه کې له ترکیې غوښتل شوی ،چې له خپلو دغو فعالیتونو تېره شی او له یونان او قبرس سره یووالی له سره پیل کړی.