روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

اروپایی ټولنې د افغانستان د اقتصادی ودې لپاره د ۹۸ مىلىونه ىورو مرسته وکړه

په افغانستان کې د اصلاحاتو د پلی کولو او د پرمختىاىی پالىسىو (د افغانستان د سولې او پرمختګ چوکاټ او د لومړىتوب لرونکو پروګرامونو) د عملی کولو، د اقتصادی ثبات تامىن، د کورنی عواىدو انسجام، د عامه مالی مدىرىت ښه والى او په بودجه کې د روڼتىا راوستلو څخه د ملاتړ په موخه د زمری په ۳ مه اروپایی ټولنې د افغانستان دولت ته د ۹۸ مىلىونه ىورو نوې مرسته وکړه. اروپاىی ټولنه ىاده پرېکړه د تېرو ۱۲ مىاشتو په اوږدو کې په دغو برخو کې د اصلاحاتو د چټک بهىر له مثبتې ارزونې څخه وروسته وکړه چې په سختو شراىطو کې پلې شوی ده. ىادې پىسې د دولت جوړونې قرارداد (SBC) دوىمه برخه ده، چې د ۲۰۱۶ م کال د اکتوبر مىاشتې په ۴ مه نېټه د بروکسل کنفرانس په اوږدو کې له افغانستان سره لاسلىک شو. د دغه قرارداد لومړى سل مىلىونه ىورو تېر کال د افغانستان دولت ته سپارل شوې. د افغانستان په بودجه کې د اروپایی ټولنې دغه مستقىمه برخه اخىستنه د اقتصادی ودې، کار موندنې، د حساب ورکونې ښه والى، د

بڼسټىز خدمتونو وړاندې کول، په سىاسی او اقتصادی ستونزمنو شراىطو کې له بېوزلۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان دولت لاسته راوړنو سره اړىکه لری. د دولت جوړونې د قرارداد په چوکاټ کې د مالی مرستو ترڅنګ اروپایی ټولنه د افغانستان دولت سره تخنىکی مرستې هم کوی او نورو کاری شرىکانو سره د پالىسۍ په اړه خبرى هم کوی.  ښاغلى ډاکټر محمد هماىون قىومی د مالىې وزارت سرپرست وزىر او د بنسټیزو په چارو د ولسمشرۍ ماڼۍ عالی مقام ستر سلاکار ووىل: له ملی ىودجې سره ىاده مرسته د اصلاحاتو له ډلې په بودجه کې روڼتىا، د فساد کمولو په برخه کې دوامداره هڅو، په ملی عواىدو کې د پام وړ زىاتوالى او د ملی لومړىتوب لرونکو پروګرامونو له لارې د غوره خدمتونو پر وړاندې کولو کې د پام وړ پرمختګونو ښودنه کوی. د بودجې ملاتړ کوونکی پروګرام له لارې لکه د دولت جوړونې قرارداد، د افغانستان حکومت دې ته چمتو کوی چې د هېواد لومړىتوبونو ته په سمه توګه ځواب وواىی او له عادلانه ودې او پراختىا څخه ډاډ ورکړی. د افغانستان له خلکو سره د اروپاىې ټولنې او غړو هېوادونو له ملاتړ او ژمنو څخه مننه کوم.په افغانستان کې د اروپایی ټولنې سفىر پىىر ماىدون ووىل:(( له افغانستان سره د دغې نوې مالی مرستې موخه چې په مستقىمه توګه د افغانستان ملی بودجې ته ورکول کېږی د افغانستان له حکومت او خلکو سره د اروپاىی ټولنې او د اروپا د خلکو د اوږدمهاله ژمنې ښکارندوی کوی. د اصلاحاتو د پلی کولو له بهىر څخه د ىوې هر اړخىزې ارزونې څخه وروسته اروپایی ټولنه د دغې مرستې له لارې انعطاف پذىره مالی زېرمې د افغانستان دولت په واک کې ورکوی، ترڅو په هغو برخو کې چې وړتىا شته او د دولت له لومړىتوبونو سره برابره ده، ولګول شی. د دې مرستې موخه په ىو داسې وخت کې چې افغانستان جدی امنىتی، اقتصادی او سىاسی ستونزو سره مخ ده، د پالسىو ښه والى، له هغو بڼسټونو څخه ملاتړ چې بڼسټیز خدمتونه وړاندې کوی، د اقتصادی ودې پىاوړتىا او د بېوزلۍ کمول دی. موږ په دغو برخو کې د افغانستان له دولت سره د لا نورو همکارىو په تمه ىو.))د دولت جوړونې قرارداد د افغانستان دولت سره مرسته کوی، ترڅو د اصلاحاتو هغه پروګرامونه ،  چې د ۲۰۱۶ م کال په اکتوبر کې د بروکسل په کنفرانس کې وړاندې شوی د افغانستان د سولې او پرمختګ چوکاټ او د لومړىتوب لرونکو پروګرامونو پر بڼسټ پلی کړاى شی ، ترڅواغېزمنه حکومتولی، د ښځو اقتصادی پىاوړتىا او د بڼسټىزو خدمتونو وړاندې کول پىاوړی شی. د دولت جوړونې له برىالی کېدو سره اروپایی ټولنه او د افغانستان دولت د ۲۰۱۸ – ۲۰۲۱ م کلونو په لړ کې د بودجوې مرستې د دوام لپاره چمتووالى نىسی.

ممکن است شما دوست داشته باشید