روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

اروپایی ټولنه:  په ټوله نړۍ کې دې پر اوربند هوکړه وشی!

اروپایی ټولنه وایی، وخت راغلی چې په ټوله نړۍ کې پر اوربند هوکړه وشی.تر دې مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشی انتونیو ګوېترېش هم په نړۍ کې پر اوربند ټینګار کړى دى.د اروپایی ټولنې د بهرنی سیاسی مسوول جوزیف بوریل د جمعې په ورځ په اعلامیه کې وویل چې د ګوېترېش د دې غوښتنې کلک ملاتړ کوی.د اروپایی ټولنې په اعلامیه کې کرونا ویروس یوه بې سارې ننګونه یاده شوې ده.په دې اعلامیه کې راغلی، د دې ننګونې پر ضد د مبارزې لپاره نړیوال یووالی، همکاری او زړه سوی ته اړتیا ده.د دې ټولنې د بهرنی سیاست مسوول جوزیف بوریل وویل، په ټوله نړۍ کې باید پر اوربند توافق وشی.د بوریل په وینا، هغه ډلې چې ملګرو ملتونو تروریستی اعلام کړې، باید اجازه ونلری چې له اوربنده ګټه پورته کړی.ده د نړۍ په هره برخه کې په جګړه کې له ښکېلو لوریو وغوښتل چې د جګړې ستونزې ته د سیاسی حل راایستلو په هڅو کې برخه واخلی.د اروپایی ټولنې په اعلامیه کې په ځانګړې توګه افغانستان یا نورو هېوادونو ته اشاره نه ده شوې.په همدې حال کې افغان حکومت هم له سخت دریځو غوښتی چې وسلې پر مځکه کېږدی. د وژونکی کرونا ویروس جدی ګواښ د حکومت تمرکز د دې ویروس پر وړاندی مبارزې ته اړولى دى.ناټو چې د افغانستان له مهمو متحدانو دى، هم ټینګار کوی چې باید په هېواد کې جګړې ته د پاى ټکی کېښودل شی.د ناټو عمومی منشی ینس سټولټنبرګ وایی، په افغانستان کې د سولې ټینګولو لپاره باید له شته فرصته استفاده وشی.ده د پنجشنبې په ورځ د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې وویل: (( د ناټو هدف په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره شرایط برابرول دی. نو باید په کلکه په افغانستان کې د سولې د هڅو ملاتړ وکړو.))

ممکن است شما دوست داشته باشید