روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

اروپایی ټولنه په ترمز کې د افغانستان سره د مرستو لپاره مرکز پرانیزی

د ازبېکستان د بهرنیو چارو وزارت وایی، اروپایی ټولنه د دغه هېواد په ترمز ښار کې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو لپاره مرکز پرانیزی.یاد وزارت ویلی، دا څرګندونې د افغانستان لپاره د اروپایی ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسون د افغانستان لپاره د ازبېکستان د ولسمشر له ځانګړی استازی عصمت الله ایرګاشف سره بروکسل کې د لیدنې پر مهال کړې دی.سرچینه وایی: دواړو لورو د افغانستان پر وروستیو حالاتو خبرې کړې او د ارپایی ټولنې استازی د هغې همکارۍ له کبله مننه کړې، چې له افغانستان څخه یې د اروپایی اتباعو د تخیلې په برخه کې کړی.د اروپایی ټولنې ځانګړی استازی ټینګار کړی، چې دوی له ازبېکستان سره د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې همکارۍ ته لېواله دی.د ازبېکستان د بهرنیو چارو وزارت وایی: دواړو لوریو ټینګار کړی، چې د افغانستان لپاره به ګډې هڅې کوی.

د یوبل خبر له مخې :  د ازبېکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف وایی: هېواد یې له افغانستان سره د یو د بل په چارو کې د نه لاسوهنې پر اصل ولاړو دوستانه اړیکو ته دوام ورکوی.ښاغلی کاملوف ټینګار کړی، چې په افغانستان کې سوله او له دغه هېواد سره عملی اړیکې د تاشکند لپاره خورا مهمې دی.نوموړی زیاته کړې، چې ازبېکستان له پېړیو راهیسې له افغانانو سره څنګ په څنګ اوسېدلی، دواړه هېوادونه ورته کلتور او تمدن لری او د دوو هېوادونو د اړیکو سابقه هم څو پېړیو ته رسېږی.ښاغلی کاملوف ټینګار کړی، ازبېکستان له افغانستان سره د دوه اړخیز درناوی او د یو بل په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې د اصل پر اساس دوه اړخیزو دوستانه اړیکو ته دوام ورکوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید