د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غنی وړم ماښام د اروپا د سولې انستیتیوت له مسوولینو سره په ارګ کې وکتل.په دې کتنه کې چې د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمی هم حضور درلود، په افغانستان کې د سولې پروسه او د سولې په برخه کې د دې بنسټ له تجربو څخه د استفادې په اړه بحث او خبرې وشوې. جمهوررییس غنی د اروپا د سولې انستیتیوت مسوولینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د افغانستان د سولې پروسه کې د دې بنسټ له تجربو څخه استفاده ارزښتناکه وبلله. د اروپا سولې انستیتیوت مسوولینو د افغانستان د سولې په اړه خپل لیدلوری، په نورو جګړو په ځانګړی ډول د کولمبیا په سوله کې ،چې د افغانستان سولې پروسې سره ورته والی لری، د دې بنسټ تجربې بیان کړې. هغوی د افغانستان سولې پروسې د ملاتړ ترڅنګ، له دې سولې د ملاتړ لپاره د بین المللی اجماع تقویت مهم وباله.د دې کتنې په پای کې، د اروپا د سولې انستیتیوت مسوولینو وویل: دغه بنسټ حاضر دی، چې له افغان حکومت سره په تخنیکی او د مشورې ورکولو په برخه کې همکاری وکړی.