روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

اروپایی ټولنه: په افغانستان کې د بشری حقونو رعایت ته هیله مندی ډېره شوې

د افغانستان لپاره د اروپایی ټولنې ځانګړی استازی تامس نیکلسن وایی: په دې هیواد کې د بشری حقونو رعایت ته هیله مندی ډېره شوې ده.نکلسن په تازه مرکه کې ویلی: د افغانستان نوی حکومت نجونو او هلکانو ته د زده کړو اجازه ورکړې او د پوهنتونونو دروازې یې پرانیستې دی.نوموړی زیاته کړې: داسې هیله مندی شته چې افغانستان کې د بشری حقونو وضعیت مثبت لوری ته روان شی.دی وایی: د افغانستان نوی حکومت هڅې کوی چې په کورنی مشروعیت پسې وګرځی او د خپلو خلکو حقونو ته درناوی وکړی.نیکلسن زیاتوی، تر دې دمه هېڅ اروپایی هیواد د نوی حکومت د رسمیت پېژندلو ډاډ نه دی ورکړی، خو له ټولو اړخونو سره مذاکرات روان دی، څو په افغانستان کې یو پیاوړی او ډاډمن حکومت رامنځ ته شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید