روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

اروپایی ټولنه له قحطۍ سره مبارزه کې د افغانستان لاسنیوی کوی

اروپایی ټولنې له قحطۍ سره د مبارزې لپاره له افغانستان سره د ۳۰ میلیونه ډالرو مرسته اعلام کړې ده.د یادې ټولنې ویاند بلاز اویواری وېیلی، چې په افغانستان کې وچکالی مخ پر زیاتېدو ده او شاوخوا ۱۱ میلیونه افغانان د خوړو د خوندیتوب له کمښت سره مخ دی.سرچینې وېیلی، چې دوی له قحطۍ سره د مبارزې لپاره افغانستان ته ۳۰ میلیونه ډالر ورکوی ، ترڅو د اړمنو خلکو لاسنیوی وشی.دوی وایی: په دې مرسته کې به  هغه ۳ میلیونه وګړو ته خواړه ورسېږی، چې د قحطۍ له امله د خوړو له کمښت سره مخ دی.اروپایی ټولنې وېیلی چې دوی به په بشری برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکوی.یادې ټولنې داسې مهال د دغې مرستې اعلام وکړ، چې  اوسمهال په افغانستان کې روانو جګړو او وچکالۍ ګڼ افغانان ځپلی او دې مسئلې سختې اندېښنې پارولې دی.عام افغانان هم له حکومت نه د مرستو غوښتنه کوی.دوی وایی: د جګړو سره سره وچکالی هم هغه ستر عامل دی، چې له ډېری خلکو یې مېنې واخیستې او اوس په سختو حالاتو کې ژوند لری.د دوی په خبره که حکومت له اړمنو سره مرسته ونه کړی ښایی وضعیت تر دې هم بدتر شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید